د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

یو شمېر ایراني پانګوال غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي


یو شمېرایراني سوداګرو او پانګه والو لیوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي طرحو د پراختیا لپاره افغانستان ته راغلي د دوشنبې په ورځ یې له یو شمېرافغان سوداګرو سره وکتل او د پانګونې په څرنګوالي یې خبرې وکړي.

کانونه، کرنه، درمل او د ودانیو جوړول هغه مهمې برخې دي چې ایران یې په افغانستان کې د پانګونې غوښتونکی دی.

هغه پلاوی چې له ایرانه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي طرحو د پراختیا په هدف راغلی د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې دوی په افغانستان کې خپلې پانګونې ته پراختیا ورکوي.

د ایران د سوداګرۍ د خونې ریس محمد صمدي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران د صادراتو ترڅنګ په افغانستان کې په تولیدي برخو کې د پانګونې غوښتونکی دی:

((موږ به تردې وروسته هڅه وکړو چې په بېلابېلو برخو کې ډېری پانګونې وکړو او پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوو.))

له څو لسیزو راهیسې د افغانستان ډېری مصرفي توکي له ایرانه راواردېږي او له کومه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوڅه ترینګلي شوي له ایرانه د افغانستان واردات زیات شوي دي.

د ایران د سوداګرۍ د خونې د چارواکو په وینا د دغه هېواد پنځه دېرش سلنه صادارات افغانستان ته دي، چې دا د هغه هېواد د صاداراتو لویه برخه جوړوي.

په ورته وخت کې یو شمېرافغان سوداګر هم ایران ته صادارات لري خو د هغو صادارات په پرتله ډېر کم دي چې ایران یې دغه هېواد ته لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې اوس مهال افغان سوداګرپه ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې هیله من دي د ورته غونډو په جوړولو سره دغه ستونزې هوارې شي.

د دغه خونې د عامل پلاوي مرستیال احمد توفیق داوري په افغانستان کې د ایراني پانګوالو د پانګونې نه د هرکلي په ترڅ کې وویل چې باید د هېواد صاداراتو ته ډېر پام وشي:

((افغانستان او ایران په دې هڅه کې دی او لیوالتیا لري چې په دا شان تړونونو او تفاهم لیکونو سره سلا شي چې په افغانستان کې د پانګونې او په دواړو هېوادو کې د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا لامل شي.))

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان وايي چې ، ایران او افغانستان د ژبې، فرهنګ او مذهب له مخې ځیني مشترکات لري چې له مخې یې باید سوداګریز اړیکې هم پراخ کړي.

ایران دا مهال د هستوي وسلې د جوړولو په تور د سوداګریزې راکړې، ورکړې په تحریم کې دی، خو د دغه ګاونډي هېواد سوداګر وايي چې د دغه تحریم په لرې کېدلو سره به دوی لومړی په افغانستان کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG