د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

عبدالله: د سولې په برخه کې باید له قوي دریځه خبرې وشي


د افغانستان اجراییه رییس وايي؛ وروسته تر دې به د سولې د هڅو په اړه د حکومت دریځ پر خیال پردازیو ولاړ نه وي.

د افغانستان اجراییه رییس وايي؛ هغه تیروتنې چې د سولې د ټينګښت په لار کې په تیرو څه باندې څوارلسو کلونو کې شوي؛ نور به تکرار نه شي.

عبدالله عبدالله په کابل کې په یوه خبرې کنفرانس کې وویل؛ د سولې د ټينګښت لپاره اړتیا ده چې افغان ځواکونه پیاوړي شي.

د هغه په وینا لا تر اوسه جدي ګواښونه شته؛ خو باید هڅه وشي چې د سولې د ټينګښت لپاره له هر فرصت څخه استفاده وشي.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل؛ هرکله چې د سولې د ټينګښت لپاره واقعي فرصت موجود وي؛ باید په یوه روښانه میکانیزم کې ترې استفاده وشي او ټينګار یې وکړ چې د سولې د ټينګښت لپاره باید د قوت له دریځه خبرې وشي:

((سولې ته رسېدل د ټولو افغانانو هیله ده؛ له واقعیتونو سره د واقعیتونو په توګه چلند او په دې منځ کې له فرصتونو ښه ګټه اخیستنه؛ دا باید زموږ د کړنلارې جز وي، هرکله چې په دې لارکې نور فرصت وي په یوه واضح میکانیزم کې موږ له دې فرصت څخه استفاده کوو؛ د سولې په برخه کې باید له قوي دریځه خبرې وشي.))

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هېڅ هوډ نه درلود او هرکله یې په خپل سر کې ورانکاري پروګرامونه روزل.

پخوا تر دې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د افغانستان د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو ټینګار کړی او د منځګړیتوب لپاره یې تیاري ښودلې ده.

خو د افغانستان حکومت د دغه مسلې په غبرګون کې ویلي وروسته تر هغو چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې له منځه یوړل شي پریکړه به وکړي چې له چا سره د سولې خبرې ترسره کړي.

په عین حال کې د حکومت اجراییه رییس وايي؛ ترهګری سرحد نه لري او که هر هېواد غوښتي وي چې له افغانستان سره د سولې د ټينګښت په لار کې مرسته وکړي؛ دوی یې هرکلی کوي.

خو هغه ټینګار وکړ چې دغه مرسته باید بې له قیدو شرطه وي:

((موږ ټول دې واقعیت ته رسیږو چې تروریزم سرحد نه لري او هیڅوک ترې په امن کې پاتې نه دی؛ که هرهېواد غوښتي وي چې له تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره مرسته وکړي؛ افغانستان د هغې هرکلی کوي بې له استثنا البته بې قیدو شرطه.))

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې روسیې تیارې ښودلې چې له افغان ځواکونو سره به له تروریزم سره د مبارزې په لار کې همکاري او مرسته وکړي.

خو په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان وايي چې حکومت باید له موجودو فرصتونو څخه د سولې د ټینګښت په لار کې استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG