د کندز ولایت په ښار کې د نورو ورځو په توپېر امنیت ښه شوی؛ په بازار کې د خلکو ګڼګونه هم زیاته شوې او خلک پر کار و باندې بوخت دي.
د دې ښار اوسېدونکي وايي چې اوسمهال په ښار کې وضعیت نورمال دی او هغه کورنۍ چې د جګړو له کبله نورو ولایتونو ته تللې وې؛ دا مهال د راستنېدو په حال کې دي.
د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښار د اوسني وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه:
((۱- اوس په ښار کې وضعیت ښه شوي دي او خلک هم د راستنېدو په حال کې دي؛ دکانونه هم خلاص شوي دي او بازار هم د نورو ورځو په پرلته ډېر جمع جوش دی.
۲- پرته له نورو ورځو نه په بازار کې د خلکو تک - راتک ډېر شوی دی او خلک خپلو کورونو ته د راتلو په حال کې دي؛ خو لاهم له خلکو سره وېره شته. ان شاءالله چې له دې به هم ښه شي.))
د کندز ښار ډېری اوسېدونکي له مرکزي حکومت څخه غواړي؛ چې د دې ولایت لرې پرتې سیمې هم د وسله والو طالبانو له ګواښونو څخه تصفیه کړي؛ څو خلک په کلي کور کې ارامه ژوند وکړي.
د دوی په وینا، که مرکزي حکومت کندز ولایت ته پاملره ونه وکړي؛ نو وروسته له دې به په دې ښار کې هیڅوک هم پانګونۍ ته زړه ښه نه کړي.
د کندز ښار څوتنو دوکاندارانو خپل نظرونه داسې څرګند کړل:
((۱- نسبتاً نورو ورځو ته په ښار کې ژوند ښه شوی دی؛ ټول خلک پر خپل کار و بار باندې بوخت دي؛ خو زموږ غوښتنه دا ده چې په کلي کور کې هم باید امنیت راشي؛ خصوصاً په چهاردره کې.
۲- اوس وضعیت ډېره ښه دي؛ دا پنځه شپږ ورځې کیږي وضعیت ښه شوی؛ د پخوان په شان دی، زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې باید نور هم امنیت راولي؛ څو خلک خپل کار و بار وکړي.))
په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې اوسمهال د افغان ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات د دې ښار په شاو خوا سیمو او په چهاردرې ولسوالۍ کې روان دي.
چارواکي خلکو ته ډاډه ورکوي چې خپلو کورونو ته راستانه شي؛ ځکه اوسمهال په ښار کې امنیت رامنځته شوی دی.
د یادونې ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د کندز ولایت له خلکو سره ژمنې کړې وي چې که دوی ارګ ته ورسېدل؛ نو په دغه ولایت کې به ټول غیرمسوول وال خلع سلاح کړي؛ همدارنګه هغه سیمې چې د طالبانو په حاکمیت کې دي؛ تصفیه کړي. خو دوی دغې ژمنې په عمل کې پیاده نه کړي چې له امله یې د کندز ښار سقوط وکړ او په دې ښار کې هرڅه له منځه ولاړل او د دې ښار اوسېدونکي اوسمهال د خپل راتلونکي په اړه په اندېښه لري.
راپور: اجمل آرین- کندز