د سرې میاشتې ټولنه ټول کال په دې فکر کې وي چې خلکوته څه کولای شي خو په دغه اوونۍ کې باید خلک په دې فکر کې شي چې له سرې میاشتې سره څه کولای شي؟
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې ریسې فاطمه ګیلاني د جمعې په ورځ په کابل کې د سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ د پیل په مراسمو کې د دغو څرګندونو ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې د موجوده ستونزو د هواري لپاره د دوی تر خوا ودرېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان هم له خلکو غواړي چې په دغه اوونۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او اړو کسانو سره خپلې مرستې ونه سپموي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د دوی توان محدوده دی خو ستونزې خورا پریمانه دي.
د دغې تولنې ریسې فاطمه ګیلاني د جمعې په ورځ په کابل کې د سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ د پیل په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د شته ستونزو د هواري په هدف په خپلو مرستو سره د دوی ترڅنګ ودرېږي:
((په ټول کال کې سره میاشت په دې فکر کې ده چې د نورو لپاره څه کولای شي خو دا یواځینۍ اوونۍ ده چې نور باید فکر وکړئ چې د سرې میاشتې له لارې خلکو ته څه کولای شي.))
اغلې ګیلاني وویل چې سږله ستونزو ډک کال په مخکې لرو او په ځانګړي ډول یې له خلکو وغوښتل چې د سوریو زړونو د ماشومانو او اروايي ناروغانو درملنه او دغه شان د جګړو له امله له بې ځایه شويو کورنیو سره مرستې چې د دوی د کارونو یوه مهمه برخه ده له یاده ونه باسي.
د یادونې وړ ده چې له ۱۳۳۱ لمریزکال را په دیخوا هرکال د سرې میاشتې مالي بنسټ د پیاوړتیا په هدف د تلې د میاشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ په پایتخت کابل او ولایتونو کې په بېلابېلو مراسمو سره نمانځل کېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان هم له خلکو غواړي چې په دغه اوونۍ کې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې او اړو کسانو سره خپلې مرستې هېرې نه کړي.
دیني عالم الحاج مفتي شمس الرحمن فروتن په دې اړه په جوړې غونډه کې وویل:
((که په اوسنیو شرایطو کې که د یو بې وزله ماشوم زړه سوری وي نو د افغان ملت د هر وګړي زړه باید سوری وي، که په اوسنیو شرایطو کې زموږ یوه شمېر خویندې یا وروڼه بې ځایه شوي وي ټول باید دا احساس کړو چې بې ځایه شوي یو، که خور او ورور مو ناروغان وي او وس او توان نه لري ټول باید ناروغان و او هغه کسان چې وس او توان یې لري باید دا کار وکړي، اسلام له مدني ټولنې، عطوفت او مهربانۍ نه موږته همدا شان تصویر وړاندې کوي.))
د یادونې وړده چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکو په دغه غونډه کې ژمنه وکړه، کومې پیسې چې له افغان حاجیانو نه دوی د سوري زړونو ماشومانو د درملې په هدف راټولې کړي او ټولې ۲۳ میلیونه افغانۍ کېږي همدا اونۍ به یې د افغاني سرې میاشتې تولنې ته وسپاري.
هېره دې نه وي چې په تېروڅو کلونو کې د بې وزله کورنیو په زرګونه سوري زړونه ماشومان د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له خوا د درملنې لپاره د افغانستان نه بهر لېږل شوي او درملنه یې شوې ده.