د امريکا ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د اسلام اباد پر نقش خبرې کوي.
امريکا فکر کوي، چې پاکستان د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې په مسئله کې مهم نقش لري.
د امريکا ولسمشر وايي راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره په افغانستان کې د اسلام اباد د نقش په اړه هم خبرې کوي.
سپينې ماڼۍ پاکستان د افغانستان په کړکېچ کې مهم لوبغاړى وباله او وايي، د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د اسلام اباد پر رول هم خبرې کېږي.
د سپينې مانۍ وياند جاش يرنست وايي، موږ پوهېږو چې پاکستان د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د امکاناتو په برابرولو کې مهم نقش لري او د دغو خبرو د يوه پړاو کوربه هم و.
ايرنسټ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، زه نه غواړم د پاکستان په استازيتوب خبرې وکړم، خو د امريکا ولسشمربارک اوباما نظر دا دى په سيمې کې ټول هغه ګټې درک کوي، چې د سولې د خبرو په پرمختيا پورې تړلې دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په خپله ټلويزيوني وينا کې په افغانستان کې د راتلونکي ميلادي کال تر پايه د خپلو پوځيانو حضور تمديد اعلان کړ، دغه راز يې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د کابل او اسلام اباد پر همکارۍ هم ټينګار وکړ.
اوباما وويل، له افغانستان د ټولو ځواکونو وتل هغه وخت ممکن کېږي چې يوه دايمي سوله وشي:
((اوس بايد طالبانو او هغو ډلو ته چې د افغانستان د پرمختګ مخالفان دي، دا څرګنده وي، چې له افغانستانه د امريکايي او ټولو نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو يوازنۍ لار دا ده چې د افغان حکومت او مخالفانو ترمنځ يو دايمي سياسي حل رامنځته شي.
د طالبانو او نورو تروريستانو خوندي مرکزونه له منځه يووړل شي.
راتلونکې اوونۍ به د پاکستان د صدراعظم نواز شريف کوربه يم او زه به د سيمې له نورو اړخونو هم غوښتنه وکړم، چې پر طالبانو فشار راولي څو د سولې خبرو ته راوګرځي خپل رول دې د سولې د خبرو په تعقيبولو کې ولوبوي چې افغانان يې مستحق دي.))
افغان چارواکي فکر کوي، چې پاکستان پر افغان طالبانو او نورو هغو سخت دريځو کنټرول لري، چې وخت ناوخت په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو پوځيانو حملې کوي. خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم وويل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مسئله په دې پورې تړلې ده، چې وسلوال طالبان او د هغوى نور پلويان له افغان حکومت سره پر يوه سياسي حل سلا وکړي:
((راتلونکې اوونۍ د پاکستان صدراعظم امريکا ته سفر کوي او هلته يې ټينګار پر دې دى ، چې د سخت دريځو وسلوالو خوندي مرکزونه له منځه يووړل شي، طالبانو د هغوى پلويانو ته پيغام دا دى چې بهرنيو ځواکونو د وتلو يوازنۍ لار دا ده چې د افغانستان له مشروع حکومت سره پر يوه سياسي حل موافقه وشي.))
وسلوالو طالبانو تل ټينګار کړى، په هغه صورت کې به د سولې خبرې کوي، چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو استازو په جولاى مياشت کې د سولې لومړى پړاو مخامخ خبرې وکړې، خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ د اعلان له مخې د دغو خبرو دويم پړاو وځنډېد.
واشنګټن ته د پاکستان د صدراعظم د سفر پر مهال به د امريکا چارواکي د پاکستان د اټومي زېرمو پر خونديتوب هم خبرې وکړي.
د اوباما اداره اندېښنه لري چې پاکستان به ښايي د وړو اټومي بمونو جوړولو تخنيک ته پراختيا ورکړي او ښايي دا ګرانه وي چې د سخت دريځو لاس ته د دغو وسلو د ورتلو مخه ونيول شي.