د غزني امنيه قومندان وايي، په دغه ولايت کې له طالبانو سره د سرتېرو په نښتو کې تر يو نيم سل زيات طالبان يا وژل شوي او يا هم ټپيان دي.
تردغه ولايت د کابل کندهار تېره شوې لويه لاره اوس په بشپړه توګه خلاصه شوې او هغه پلونه هم بېرته رغول شوي چې په تېرو څو ورځو کې طالبانو الوځولي وو.
له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په بېلابېلو برخو کې طالبانو سرپورته کړی وو، د کابل کندهار لويه لاره يې تړلې وه او داسې اوازه يې ګډه کړې وه چې ګواکې پر غزني ښار به بريد کوي، خو دغه اوازې او د لارې بندېدل يې د يو نيم سلو طالبانو په وژل کېدو او ټپي کېدو پای ته ورسېدل.
د غزني چارواکي وايي، هغه طالبان يې ټول وژلي او يا ټپيان کړي دي چې د کابل کندهار لويې لارې ته راختلي او دغه لاره يې تړلې وه.
د غزني امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل ادعا کوي چې په وژل شويو او ټپي شويو وسلهوالو کې د طالبانو څو تنه جنګي قومندانان هم شامل دي چې ټپيان يې دا مهال پاکستان ته د درملنې لپاره لېږل شوي دي.
د وژل شويو او ټپي شويو طالب قومندانانو نومونه ملا عبدالرحمن واغظی، ملا اوبوس، قومندان مخلص، ملا شېر اغا او ملا عاکف ښودل شوي دي.
امنيه قومندان وايي، په جګړو کې طالبان د پاکستانيانو تر امر لاندې وو او تر کرښه پورې غاړه ورته پاکستانيانو پراخ روزنځايونه هم جوړ کړي دي.
جنرال امين الله امرخېل وايي، تر غزني تېره شوې د کابل کندهار لويه لاره يې د مسافرو پر مخ پرانيستې، هغه پلونه يې بېرته جوړ کړي چې طالبانو په بمونو الوځولي وو او تر دې وروسته چې هر څنګه وي، د دغې لارې د بندېدو مخه به نيسي.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې پر دغه لاره د عامو وګړو ځينې موټرونه هم سوځولي او د لارې د بندېدو له امله څو تنې مېرمنې او ماشومان هم مړه شوي دي.
طالبانو د دغې لارې د بندولو مسووليت منلی وو او په تېرو څو ورځو کې يې پرلهپسې ادعاوې کولې چې د لارې په اوږدو او ښار ته څېرمه يې، د سرتېرو پر موټرو بريدونه کړي او څو ګڼ شمېر سرتېري يې وژلي او ټپيان کړي دي.
سيدشاه سقيم