په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د وزګاریو له امله د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یوځایږي.
د افغان حکومت ځینو وزیرانو د ځوانانو په ملي کنفرانس کې چې په کابل کې جوړ شوی و، ومنله چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره روانې هڅې کافي نه دي او د حکومت وسله وال مخالفین د ځوانانو له نارضایتي څخه د ځان لپاره ګټه پورته کوي.
د ځوانانو یوې استازې بیا دولت تورن کړچې تل یې د پالیسیو د جوړولو خبره کړې او هیڅکله یې نه ده ثابته کړې چې د ځوانانو لپاره کار کوي.
وزګار ځوانان د ژوند د اړتیا د پوره کولو لپاره د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یوځای کیږي.
دا هغه خبره ده چې د افغان کابینې ځینو وزیرانو او د مشرانو جرګې مرستیال د ځوانانو په ملي کنفرانس کې وکړه.
د اطلاعات او فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني په دغه ملي کنفرانس کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوی و، وویل چې د حکومت وسله وال مخالفین د ځوانانو له نارضایتي نه د ځان لپاره ګټه پورته کوي.
ښاغلي جهاني وویل چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره روانې هڅې کافي نه دي او وزګارۍ د دې لامل شوي چې هغوی تروریستي لیکو ته ورجذب شي:
((ځوانان لکه څنګه چې د هېواد د ټولو اوسیدونکو تر ټولو زیاته برخه جوړوي او هرکال یې د بې کارانو کچه زیاتیږي نو افراطیون د هغوی له نارضایتي څخه ګټه پورته کوي.
په دې توګه د افراطیانو او تروریستانو لشکر زور اخلي.))
د اطلاعات او فرهنګ وزیر ښاغلي جهاني همدا راز وویل چې د ټول هېواد له اتلس میلیونه ځوانانو څخه لس میلیونه له سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي او د بې کارۍ له درده رنځ وړي.
اخوا د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم په دغه کنفرانس کې وویل، که ځوانان سم رهبري نه شي نو تر ډېره دا خطر رښتیا کیدونکی دی چې هغوی د مخالفینو له لیکو سره یوځای شي او هېواد له سختو ناورینونو سره مخ کړي.
فساد،ناامني او په مخدره موادو اعتیاد هغه نورې ستونزې دي چې افغان ځوانان ورسره مخ دي او د له منځه وړلو لپاره یې عملي شویو پروګرامونو ډېره خاصه نتیجه نه ده ورکړې.
اخوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ډاکټر نسرین اوریاخیل هم تایید کړه چې وزګارۍ د نا امنیو لامل شوي او ډېرځوانان د مخالفینو لیکو ته جذب شوي خو افغان حکومت د وزګاریو د له منځه وړلو لپاره اوږدمهالي او لنډمهالي پروګرامونه لري.
اغلې اوریاخیل له ټولو ځوانانو وغوښتل چې لږ نور هم زغم ولري او کرار کرار به د کار موندنې لپاره روانې هڅې خپل رنګ راوړي:
((یو زغم چې زه یې له ټولو ځوانانو څخه د کار او ټولنیزو چارو د وزېرې په توګه غواړم دا دی چې یو څه وخت دې صبر وکړي. موږ به ډېر ښه اوږدمهال او لنډمهال عملي پروګرامونه ولرو چې ډېر کارونه به ځوانانو ته ورکوو.))
اغلې اوریاخیل وویل چې ځوانانو ته د کارونو د موندنې په هڅو کې یې له عربي هېوادونو سره تړون لاسلیک کړی او ډېر ژر به نه یواځې کارګر بلکې د نورو مدیریتي او اداري برخو لپاره به هم یو شمېرافغان ځوانانو دغو هېوادونو ته ولیږل شي.
خو د ځوانانو په استازیتوب سجیه یارمل په دغه کنفرانس کې په حکومت غږ وکړچې نور دې له شعاره تېر شي او په عمل کې دې ثابته کړي چې ځوانانو ورته ارزښت لري او نه پریږدي چې د وزګارۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته په سلو ستونزو کډه شي:
((نور د کاغذ د مخې له کرښو تېر شو. نور له پلان جوړولو تېر شو. تګلارې جوړې نه کړو.
راځئ په خپلو خبرو عمل وکړو. د کار او ټولنیزو چارو وزیرې وویل چې عربي او خلیجو هېوادونو ته د کار لپاره ځوانان لیږي.
تاسو ولې دا ځوانان چې زموږه توان او ځواک دی بهر ته لیږئ ولې له عربي هیوادونو نه غواړئ چې همدلته په هېواد دننه پانګونه وکړي یو دوه فابریکې همدلته جوړې کړې. تر څو به مونږ د بهرنیو مزودرۍ کوو.))
اغلې یارمل دا هم وویل چې افغان دولت د ځوانانو لپاره هیڅ هم نه دي کړي او تل یې په یوه او بله پلمه غولولي دي.
د ځوانانو د ستونزو لپاره د حل لارو د لټولو ملي کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې دا طبقه د افغانستان څه باندې شپته فیصده نفوس جوړوي.
د کارپوهانو په باور د دې لپاره چې حکومت د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه نه شي برابرولی نو نوي سلنه ځوانان په اوس وخت کې وزګاره دي او له ډلې یې یو نیم میلیونو مخدرو موادو ته مخه کړې او له نیمايي زیات یې هم له هېواده د تېښتې په حال کې دي.
صفي الله ستانکزی