څو ساعته وروسته له هغې چې طالبان کندز ښار ته داخل شول، نو نه یوازې دا چې کور په کور يې دولتي کارکونکي لټول بلکې د ښځو د چارو د فعالانو او ژورنالستانو د پیدا کولو هڅې هم يې پیل کړې.
اسوشیټیډ پریس اژانس وايې، کندز ته د طالبانو له داخلیدو سره سم د چور او د هغو کسانو د وژلو لړۍ پیل شوه چې د طالبانو مخته دریدل.
په همدې حال کې د بشري حقونو نړېوال سازمان د طالبانو له خوا دوو خصوصي تلویزونونو ته د طالبانو د ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړې او پر خبریالانو او ملکیانو يې برید جنګي جنایت بللی دی.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د کندز د یو شمېر اوسیدونکو له قوله وايې، د تیر سیپتمبر میاشت په ۲۸ نیټه ښار ته د طالبانو له داخلیدو سره سم، د غلاو، چور او وژنو لړۍ پیل شوه.
شاه بي بي چې له خپلو ۶ ماشومانو سره له کندزه کابل ته رسیدلې ده، وايې وروسته له هغې يې د وتلو پریکړه وکړه چې وسله والو د دوی په سیمه کې پینځه تنکي ځوانان په ډزو ووژل.
د کندز ځینو اوسیدونکو اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، طالبانو نه یوازې حکومتي کارکوونکي او یا امنیتي افراد لټول بلکې د ژورنالستانو او د ښځو د چارو په فعالانو پسې هم ګرځیدل.
فوزیه چې په کندز کې د ښځو د روغتیا او تعلیم د یوه سیمه يیز دفتر مشره ده وايې، کله چې په موټر سایکلونو سپاره طالبان په دې پسې کورته راغلل، نو دا په زیرمیني کې پټه شوه.
د ښځو د چارو فعالې ملالۍ روستمي اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي طالبان بشري ارزښتونو،، د بشري چارو او مرستندویه کارکوونکو، ژورنالستانو او ښځینو فعالانو ژوند او حقونو ته درناوی نه لري.
په کندز کې د نورو ګډوډیو سربیره د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو پر وړاندې هم د طالبانو د ناوړه چلند راپورونه خپاره شول.
په کندز کې میشتو خبریالانو اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، طالبانو د رسنیو دفترونه،وپلټل، وسایل يې یا له ځانه سره واخستل او یا يې هم له مینځه یوړل .
له ژورنالستانو او رسنیو سره په کندز کې د طالبانو د زور زیاتي لمنه وروسته له هغې نوره هم پراخه شوه چې دې ډلې دوو خصوصي تلویزونونو طلوع او یک ته بې سارې ګواښ وکړ.
طالبانو په یوې اعلامیه کې دا دوه چینلونه امریکا او افغان حکومت ته په جاسوسي او منفي پروپاګند تورن کړل او د هغوي د خبریالانو او نورو کارکوونکو د وژلو ګواښ يې وکړ.
د بشري حقونو نړېوال سازمان د طالبانو د دې ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده .
هیومن رایټس واچ، په یوې اعلامیه کې ویلي، د نړېوالو قوانینو له مخې د جګړې پرمهال پر ژورنالستانو او ملکیانو برید جنګي جنایت ګڼل کیږي.
د بشري حقونو نړېوال سازمان له طالبانو غوښتي چې طلوع او یک تلویزونونو ته خپل ګواښ په علني شکل بیرته واخلي.
هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان وايي، منفي خبري پوخښ هیڅکله پر ملکي وګړو برید نه شي توجیح کولی.