د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

امریکایي ځواکونو په سوریه کې د بشار الاسد درژیم مخالفینو ته وسلې رسولي


امریکایي ځواکونو په سوریه کې د روسیې له مستقیمی مداخلې وروسته د بشارالاسد درژیم مخالفینو ته وسلې او مهمات رسولي دي.

دغه وسلې د سوریې په شمال کې د بشارالاسد د رژیم کردي او عربو مخالفینو ته دهوا له لارې اچول شوي دي.

امریکايي الوتکو دوه اونۍ وروسته تردې چې روسیي ځواکونو د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره په سوریه کې مستقیمه مداخله وکړه د دغه رژیم هغو مخالفینو ته چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هم جنګیږي سپکې وسلې او مهمات ورسول.

د امریکا یو پوځي چارواکي وویل چې د امریکا پوځي بار وړونکو الوتکو د هغې ستراتیژي د تجدید په چوکات کې چې تیره اونۍ یې په سوریه کې د بشارالاسد د مخالفینو د ملاتړ لپاره اعلان کړه وړمه ورځ دغه وسلې مخالفینو ته دهوا له لارې واچولې.

واشنګټن تیره اونۍ د سوریې درژیم د منځلارو مخالفینو د روزنې پروګرام ودراوه . دغه مخالفین د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هم جنګیږي.

دولس د ساتنې د یونټونو په نامه د سوریې د رژیم مخالفې کردي ملیشې چې ایتلافي ځواکونو سره همکاري هم لري یواځنۍ هغه ډله ده چې د اسلامي دولت ډلې خلاف جنګ کې یې بریاوې ترلاسه کړي.

دوی د سوریې په شمال کې د رقې ښار ته څیرمه ځیني سیمې د اسلامي دولت ډلې څخه نیولي دي.

رقعه ښار په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې مرکز ګڼل کیږي.

د ولس د ساتنې د یونټونو کردي ډلې د دوشنبې په ورځ د عربي جنګیالو له وړو ډلو سره خپل ایتلاف اعلان وکړ.

دغه ایتلاف کیدای شي د هغو انتقادونو په لیرې کولو کې موثر تمام شي چې په کردي ملیشو شوی دی، منتقدین وايي چې کردي ملیشې یواځې د کردانو لپاره جنګیږي.

واشنګټن ویلي دي چې هغو عربي قوماندانانو ته چې له کردي ملیشو سره همکاري کوي وسلې او مهمات رسوي.

د بشارالاسد د رژیم مخالف عربي جنګیالي وايي چې واشنګټن دوی ته ویلي چې په رقعه ښار باندې له کردي جنګیالو سره د ګډ برید لپاره دوی ته نوې وسلې ورکوي.

د امریکا اردو ویلي چې د بشارالاسد د رژیم مخالفینو ته یې وسلې رسولې دي خو دا يې نه دي ویلي چې دغه وسلې کومو ډلو ترلاسه کړي.

د سوریې په څلورکلنه کورنۍ جګړه کې د روسیې ناڅاپي مداخلې د امریکا حکومت غافلګیر کړه.

امریکا د اسلامي دولت د ماتولو لپاره کوښښ کوي خو په عین وخت کې د اسد درژیم نسکوریدل هم غواړي.

د روسیې د جمهوررییس هلې ځلې چې غوښتل یې په سوریه کې د خپلې پوځي مداخلې لپاره پراخ ملاتړ ترلاسه کړي بریالی نه ښکاري.

سعودي عربستان کرملین ته د خطرناکو نتایجو خبرداری ورکړی او اروپا هم په روسیې سخت انتقاد کړی.

د جبهه النصره په نامه په سوریه کې د بشارالاسد د مخالفینو يوې وسله والې ډلې چې په دغه هېواد کې د القاعده شبکې څانګه ګڼل کیږي. د روسیې د مداخلې په وړاندې یې د دوشنبې په ورځ په خپلو جنګیالو غږ وکړ چې د سنیانو په کلو باندې د روسيي الوتکو د بې توپيره بمبارې د غچ اخیستلو لپاره د بشارالاسد د رژیم د ملاتړو علویانو په کلو باندې بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG