د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

د سوریې حکومتي ځواکونو په یوشمېر سیمو کې پرمختګ کړی


د سوريې حکومتي ځواکونو، د روسیې د هوايي ځواکونو په مرسته په يو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی دي.

دمشق او د سوريې د رژيم مخالفانو تاييد کړې چې په حما او ادليب ولايتونو کې حکومتي ځواکونو پر مختګ کړی دی.

د روسیې ولسمشر وايي، هېواد به يې د بشارالاسد د رژيم په ملاتړ خپل هوايي حملو ته دوام ورکړي.

د سوريې رژيم ته وفادارو ځواکونو د دې هېواد په يو شمېر سيمو او ښارونو کې پرمختګ کړی او ځيني سیمې يې د حکومت ضد مخالفانو څخه بېرته نيولي دي.
د سوريې د دولتي ټلويزيون او په سوریه کې د بشري حقونو د څار د يوې ادارې د راپور له مخې؛ د دې هېواد ځواکونو د روسیې د هوايي حملو په مرسته د ادليب ولايت په لوړو سيمو کې پرمختګ کړی دی.

د راپورونو له مخې، د سوريې حکومتي ځواکونه د مخالفانو پولې او هغې لويې لارې ته ډېر نيږدې شوي دي چې په سوريه کې ګڼ شمېر سیمې سره نښلوي.

بشاراسد ته وفادارو ځواکونو د لبنان د حزب الله ډلې په مرسته په جنوب لويديځ ايالت حما کې البحثه ښار د مخالفانو له کنټروله ايستلی دی.

د شام جبهه په نامه مشهوره يوه حوزه کې د سوريې د رژيم د مخالفانو يو نظامي چارواکی ابو حميد وايي؛ حکومتي ځواکوونو د ټانکونو، درنو وسلو او له مځکې - مځکې ته ويشتونکو راکټونو په وسيله پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوټين وايي چې هېواد به يې د سوريې د اوسني حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ښاغلي پوټين په وينا، مسکو په سوريه کې د بشاراسد رژيم د يوه مشروع حکومت په توګه په رسميت پېژني.

ده روسيه یو ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې ده له دمشق سره د خپلو نظامي همکاریو د دوام په اړه هم وويل:

((موږ د دغو نظامي اقداماتو په اړه تياری نیسو. موږ د کافي پوځي ځواک، په هغه ځای کې وسلو چې موږ ورته اړتيا درلوده او په کار وخت په پام کې د نيولو پر بنسټ لومړي اقدامات کړي. موږ په دوامداره توګه د اوږدې مودې لپاره له فضا او هوا څخه استخباراتي معلومات ټولوو. موږ لاسته راغلي بېلابېل معلومات له يو بل سره پرتله کړل.))

روسيه همداراز وايي، په څلورويشتو ساعتو کې په حما، لاذيقيه، ادليب او رقعه ولايتونو کې يې تر شپېته زياتې هوايي حملې کړي دي.

د روسیې د هوايي ځواکونو په وينا؛ د اسلامي دولت سخت دريځه ډله يې د هوايي حملو اصلي هدف وه.

د روسیې ولسمشر ويلي چې هېواد به يې سوريې ته مځکني ځواکونه نه استوي.

روسيه د ايران تر څنګ د بشا اسد د اصلي ملاتړیو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

واشنګټن پر اسد تور پورې کوي چې د سوريې خلک د تروريزم پر لور بيايي ترڅو د وسلو په وسيله د ده په قدرت کې د پاتې کېدو لامل شي.

خو روسيه د امریکا دغه ادعاوې ردوي او وايي؛ اسد او د سوريې اردو د داعش د ماتولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب او فرصت دی.

XS
SM
MD
LG