د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۸

د کندز ښار بې ځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته د راتلو په حال کې دي


د کندز ښار دوه اوونۍ د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې په ډګر تبدیل شوی و؛ د جګړې له کبله په دغه ښار کې هرڅه له منځنه تللي دي؛ په ښار کې هرې خواته ویجارشوي دوکانونه؛ سوځېدلي موټرونو، وران شوي کورونه او له کثافاتو ډک لښتي په سترګو کیږي.

دغه ښار پوره ۱۴ ورځې د جګړې شاهد و؛ دغې جګړې چې خلک یې سخت وېره ولي دي؛ همدارنګه له خلکو څخه یې خندا او مسکا اخیستې ده؛ د کندز ښار اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دی.

د دې ښار مرکزي چوک ته څېرمه د سیمې څوتنو اوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

((۱- خال محمد یم، د کندز ښار اوسېدونکی. موږ د جګړې پر مهال له ډېرو مشکلاتو سره مواجه وو؛ موږ پنځلس ورځې په ښار کې بند پاتې وو؛ زموږ خوراکي توکي تمام شوي وو؛ همدارنګه ازادانه نه شو ګرځېدلی. خو اوس چې امنیتي ځواکونو د کندزښار بېرته ونیو؛ موږ ډېر خوشحاله یو.

باز محمد یم. د جګړې له کبله په کندز ښار کې هرڅه له منځه تللي دي؛ دوکانونه سوځېدلي، خلک ډېر متضرره شوي دي او اوس چې دولتي ځواکونه بېرته ښار ته راغلي؛ موږ ډېر خوشحاله یو.))

د کندز ولایت د سیمه ییزو چارواکو د خبرو پر بنسټ چې افغان ځواکونه توانېدلي چې د دې ښار ډېرې برخې د وسله والو طالبانو له فزیکي حضور څخه تصفیه کړي. خو لاهم په دې ولایت کې ملکي خلکو عادي ژوند نه دې پیل کړی؛ ځکه لاهم په دې ښار کې ټول دوکانو نه دي پرانیستل شوي.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي چې مرکزي حکومت همدارنګه د کندز سیمه ییز چارواکي باید دغه ښار په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له حضور څخه تصفیه کړي؛ څو خلک په یو ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د کندز ښار یو تن اوسېدونکي خپل نظر داسې څرګند کړ:

((نیسم یم دکندز ښار اوسېدونکي. هېله لرم چې امنیتي ځواکونه د کندز ښار په بشپړه توکه له وسله والو طالبان څخه تصفیه کړي؛ کله چې په ښار کې جګړه وه، په ښار کې اوبه نه پیدا کېدې؛ ډوډې نه پېدا کېده، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ وو، دولت باید ژر تر ژره د اوبو سیستم فعال کړي او همدارنګه خلکو ته مرستې ورسوي.))

د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې دولت باید په دې ښار کې د برېښنا سیستم او د څښاکو اوبو سیستم فعال کړي؛ څو د خلکو ستونزې هواري شی.

د کار پوهان په وینا، که مرکزي دولت او د کندز سیمه ییز چارواکي غواړي په دې ولایت کې تل پاتې امنیت ټینګ شي؛ نو د کندز ښار له تصفیه وروسته خپل تصفیوي عملیات د دې ولایت ګورتیپې سیمې ته؛ د چهاردرې ولسوالۍ ته او همدارنګه د دې ولایت هغو ولسوالیو ته وغځوي چې اوسمهال د وسله والو طالبان په ولکه کې دي؛ څو د کندز ولایت د طالبانو له احتمالي ګواښونو څخه وژغورل شي.

راپور: اجمل آرین- کندز

XS
SM
MD
LG