د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

صدیقي:د غزني ښار پر څو امنیتي پوستو حمله شوې

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د غزني ښار پر څو امنیتي پوستو وسله والو طالبانو حمله کړې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې اوس هم پر دغو پوستو جګړه روانه ده او زیاته یې کړه چې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ښاغلي صدیقي دغه جګړه د اندیښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه، که اړتیا پیښه شي د دفع کولو لپاره به یې له بهرنیو ځواکونو مرسته وغواړي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د کابل – غزني لویه لاره هم د جګړې له امله بنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG