د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

مراد:کندز ښار اوس په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی

د افغان پوځ چارواکي پر کندز ښار د دولتي واکمنۍ د بشپړ کنټرول خبر ورکوي.

د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز همدا راز د کندز ښار له بې ځایه شویو اوسېدونکو وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د افغان پوځ دې چارواکي په کندز ښار کې د ملکي خدماتو د ادارو د بیا فعالېدو خبر هم ورکړ.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز وايي، کندز ښار له وسله والو طالبانو څخه پاک شوی دی.

په کندز ښار کې له نژدې دوو اونیو راهیسې چې طالب وسله والو دا د لنډ وخت لپاره ښار ونیو د نښتو او ناامنیو راپورونه ورکول کېدل.

د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیزجنرال مرادعلي مراد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ښار اوس په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی:

((کندز ښار بېرته خپله لومړنۍ بڼه خپلوي. هغه ناولي عناصر چې د خلکو ارام ژوند یې نارامه کړی و، وژل شوي یا تښتېدلي دي او له کندز ښاره وتلي دي.

اوس مهال د افغانستان دولتي ځواکونه پر ټول کندز ښار حاکمیت لري.))

جنرال مراد چې له پیله یې د کندز د عملیاتو مشري کړې ده د هغو سیمو نومونه یاد کړل چې وسله وال طالبان ترې ایستل شوي دي:

((د چاردرې له پله نیولې د خاککني تر ټولو کلیو پورې، زاخېلان، چهل دختران، د کندز ښار څلورګونې حوزې، کوټې ګرد، د کندز پوهنتونونه، تعلیمي موسسې، د کرنې ریاست، روغتون، سپین زر شرکت، بالاحصار، د خان اباد بندر، ګورتېپه، د شرکت باغ سیمې ټولې تصفیه شوې دي.))

خو جنرال مراد همداراز وویل چې د چاردرې او ارچي ولسوالۍ او د قلعه زال ځیني سیمې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي خو د کندز په نورو سیمو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

جنرال مراد همدا راز وویل چې افغان ځواکونو د کندز- خان اباد، خان اباد- تخار، بغلان- کندز او بغلان- کابل د لویو لارو امنیت هم نیولی دی. نوموړي د کندز له بېځایه شویو خلکو وغوښتل چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندز ښار اکثر اوسېدونکي د ښار د ولکې پرسر د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو حملو له پیله ګاونډيو ولایتونو تخار او بغلان او ځینې پلازمېنې کابل ته کډه شول.

د پوځ دې جګپوړي قوماندان زیاته کړه چې ښار ته برېښنا رسېدلې او د اوبو د رسولو لپاره هم هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG