د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۱

په ترکيه کې درې ورځنى ماتم اعلان شوى


د ترکیې د پلازمېنې انقرې د پرونۍ حملې د قربانیانو مړي نن خاورو ته سپارل کېږي.

پرون په دوو چاودنو کې ۹۵ تنه ووژل شول او دوه سوه پنځه څلوېښت نور ژوبل شول.

د ترکیې مشرانو دا تروریستي حملې بللي او د نړۍ رهبرانو دغه حملې په کلکو ټکو غندلي دي.

د ترکيې دولتي اژانس وايي، د امريکا ولسمشربارک اوباما د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته ټليفون کړى او د وروستۍ پېښې له کبله يې ورسره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ترکيې اناتوليا خبري اژانس د ځينو چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې اوباما ويلي، امريکا به د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې د ترکيې تر څنګ ولاړه وي.

سپينې ماڼۍ دغه حملې غندلي او يو وحشتناک تروريستي بريد يې ګڼلى دى.

په همدې حال کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم اردوغان ته د خپلې خواخوږۍ پيغام لېږلى دى.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فدريکا موګريني بيا ويلي، ترکيه بايد دغو بريدونو ته په پام سره يوموټي پاتې شي.

بل خوا د کردستان د کارګر سخت دريځي ګوند يا PKK په ترکيه د چريکي فعاليتونو د درولو اعلان کړى دى.

دغې ډلې دا اعلان پرون وکړ او وايي، جنګيالي به يې داسې اقدامات نه کوي، چې په ترکيه کې د نوامبر د لومړۍ نېټې د عادلانه انتخاباتو مخه نيسي.

د PKK په اعلاميه کې د پرونيو چاودنو يادونه نه ده شوې. دغه ګوند چې ٣١ کاله مخکې يې وسلې اخيستي د کردانو لپاره يو خپلواک دولت غواړي.

دې ډلې پرون وويل چې د راروانو پارلماني انتخاباتو په درشل کې به د ترکي پوځيانو په وړاندې خپل بريدونه ودروي.

په انقره کې پرونۍ چاودنې په هغه سيمه کې شوي، چې په پام کې وه د حکومت او کرد سخت دريځو ترمنځ د شخړې د حل لپاره ”د سولې لاريون“ په کې وشي. هغه لاريون چې کردپلوه او کيڼ اړخو سياسي ګوندونو تنظيم کړى و، مخکې تر دې چې چاودنې وشي- لغو شوى و.

راپورونه وايي، پوليسو د چاودنو په ځاى کې خبردارى ورکړى و، چې د لاريون د قهرجنو برخوالو د خپرولو لپاره به هوايي ډزې کوي.

پرن ناوخته بيا په زرګونو کسان په استانبول کې راغونډ شول د حکومت پرضد يې شعارونه ورکول او حکومت يې په انقره کې په وروستيو بمي حملو تورن کړ.

د ترکيې حکومت دا تروريستي بريد ګڼلى او ويلي يې دي، چې دا پېښه به څېړي.

د ترکيې د سيکولر جمهوريت غوښتونکو ګوند مشر کمال کيليچ دار اوغلو پرون په انقره کې خبريالانو ته وويل دوى غواړي په دې اړه په حقايقو پوه شي:

((لکه څنګه چې موږ اورېدلي د تلفاتو شمېر بېخي زيات دى.

موږ نه غواړو ارقام وړاندې کړو خو دا ډېر زړه بوږنوونکى شمېر دى. موږ اورېدلي چې دا دوې ځان وژونکې حملې وې. موږ غواړو په حقايقو پوه شو.

زه نن نه غواړم کوم مشخص څوک په دغو بريدونو کې په لاس لرلو تورن کړم.))

د دغو بريدونو له کبله د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ترکمنستان ته خپل رسمي لغو کړ.

ټاکل شوې وه چى دى سبا په هغه سرمشريزه کې برخه واخلي، چې د اذرباييجان او ترکمنستان مشران ورته راتلل.

ترکيې د پېښې د قربانيانو د درناوي په خاطر په دغه هېواد کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

XS
SM
MD
LG