زیات شمېر لویدیځو ورځپانو بیا هم د کندز د روان وضعیت په اړه راپورونه او مطالب خپاره کړي دي.
لویدیځو مطبوعاتو لیکلي، د طالبانو له خوا د کندز نیول کېدو او پر دغه ښار د امریکا هوايی برید چې د بې سرحده ډاکترانو یو روغتون يې په کې په نښه کړ؛ په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور د دوام موضوع ګرمه کړې ده.
والسټریټ ژورنال:
والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي؛ د امریکا او ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ساتلو په اړه یو ډول چمتوالی څرګند کړی دی.
د ورځپاڼې په باور له ۲۰۱۲ کال وروسته چې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پرېکړه وشوه؛ د افغانستان سیاسي حالت او امنیتي وضیعت بدل شوی؛ په ځانګړې ډول واک ته د ولسمشر اشرف غني تر رسېدو وروسته چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مقایسه امریکا ته نزدې ګڼل کیږي.
والسټریټ ژورنالست زیاتوي، د کندز له جګړې وروسته امریکايي او د ناټو چارواکو په افغانستان کې د خپل ماموریت د غځولو لپاره دروازه پرانستې پریښې ده.
د مطلب لیکونکی په دې برخه کې د جرمني د دفاع د وزیرې څرګندونې راخستې چې د ناټو د دفاع د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل: "موږ باید د کوم مهال ویش پابند نه اووسو بلکې د افغانستان حالاتو ته په پام سره پرېکړه وکړو."
اکانومسټ:
اکانومسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي: د کندز جګړې وښوده چې ولې باید امریکايې ځواکونه په افغانستان کې پاتي شي.
مجله په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتونه د بمبارۍ موضوع یاده کړې او لیکي:
دا داسې پېښه نه وه چې یو بم او یا توغندی په بل هدف لګیدلی وي. د مطلب د لیکوال په خبره پر دې روغتون هر پینځلس دقیقي بمباري کېده او دې بریدونو یو ساعت دوام وکړ.
اکانمسټ لیکي، د کندز د روغتون د پیښې دلیل شاید دا وي چې د نړې د یوه پرمختللي هیواد وسله د درېیمې نړی د یوه هېواد د پرېکړې له مخې استعمال شوه.
مجله وړاندې لیکي د کندز غمجنې پیښې دا وښوده چې نه په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسیدلې او نه هم په افغانستان د امریکا رول پای ته رسیدلی دی.
اکانمسټ وايي حتې امریکايې جنرالان په دې باور دي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو پروګرام بې معنا دی.
د مطلب لیکوال وايي، وروستیو تحولاتو ته په پام سره په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام به ولسمشر اوباما ته یو نیمګړې پرېکړه وي؛ خو په دې برخه کې باید نور شک او تردید و نه شي.