د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

وردک: د کندز د پېښې د څېړلو لپاره ټاکل پلاوی د ولسمشر حکم ته په تمه دی


د کندز د پیښې د بررسۍ لپاره د افغان حکومت له خوا د حقیقت موندنې ګمارل شوی پلاوی وایي؛ بشپړې تیارئ نیول شوي چې د هغه ولایت د پېښې لاملونه معلوم کړي.

د کندز او د کندزیانو ستونزو او بدحالت جمهور ريیس اشرف غني وهڅاوه چې د هغه ولایت د پیښې د وضعیت د معلومولو لپاره؛ یو پلاوی وګماري.

پلاوی به هغه لاملونه په نښه کړي چې په سیمه کې ناتار خپور کړ.

د کندز د وضعیت د بررسۍ لپاره ګمارل شوی پلاوی وايي؛ د دغې بررسۍ د پیلولو لپاره د جمهور ريیس حکم ته انتظار باسي.

د پوهنې پخواني وزیر او د یاد پلاوی مشر فاروق وردک د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ اماده دي چې د پېښې لاملونه په هر اړخیزه توګه وڅیړي:

((تراوسه موږ د جمهور رییس حکم نه دی ترلاسه کړی چې وپوهیږو مسوولیتونه او صلاحیتونه موڅه دي او دا بررسي په څومره وخت او په کومې بڼه ترسره کړو. بیاهم موږ پهدې اړه پوره چمتووالی لرو.))

جمهور رییس اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د کندز ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره د لیدو پرمهال ویلي چې د سیمې د وضعیت بررسي ته یې یو پلاوی ګمارلی دی.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ذکر شوي چې د بررسي په دې کمیسیون کې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردک، د ملي امنیت پخوانی رییس امراله صالح، فضل کریم ایماق، ایوب رفیقی او ابدال اله محمدي شامل دي.

په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې په شمال خیتځو ولایتونو کې به تصفیوي عملیات د تروریستانو تربشپړو ځپلو پورې جاري وي.

وسله والو طالبانو کابو دوه اوونۍ مخکې د کندز ښار ونیو او له هغې وروسته افغان امنیتي ځواکونو د ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، کندز اوسمهال د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی؛ خو د مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات لا جاري دي.

په عین وخت کې د کندز ولایتي شورا د کندز د پیښې د لاملونو د معلولو لپاره د حقیقت موندنې د پلاوي د ګمارلو هرکلی کوي.

دا شورا اوس هم په سیمه کې د تصفیوي عملیاتو پردوام تاکید کوي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین وویل:

((جناب جمور رییس باید د دې ترڅنګ د عملیاتو پر تیزوالي تاکید وکړي،

ځکه چې زما په نظر پلاوی به د ترمینل او د عامه نظم ترکنټرول لاندې سیمو پرته نورو سیمو ته تګ ونه شي کړای. اوس هم پلاوي ته د څیړنو لپاره لازمې زمینې نه دي برابرې.))

کارپوهان وايي، پخوا تردې هم د ورته پیښو د لاملونو د موندلو لپاره پلاوي ګمارل شوي؛ خو کارونه یې ښه نتیجه نه ده ورکړې.

دوی وايي، د پیښې لویه ناتارو او ګمارل شوی پلاوی باید خپلې چارې په دقت سره ترسره کړي؛ څو پر حکومت د کندز د خلکو زیانمن شوی باور بېرته پیاوړی شي.

XS
SM
MD
LG