د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ناټو نه غواړي سمدستي له افغانستانه ووځي


پر کندز د طالبانو له حملې یوازې څو ورځې وروسته امریکا او په ناټو کې متحدانو یې له افغانستان د خپلو ځواکونو په اېستلو کې پر خپله پخوانۍ بېړه بیاکتنې ته لېوالتیا ښودلې.

د امریکا دفاع وزیر وویل، داسې ښکاري چې واشنګټن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو مخکینۍ پرېکړه چې لس زره کسیز ځواک به د یو سفارت د امنیتي ډلې تر کچې راټیټ کړي؛ بېرته اخیستې ده.

اشټن کارټر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای وویل؛ څو هېوادونو دې ته لېوالتیا ښودلې چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو پرېکړه وځنډوي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کمبل ولسمشر بارک اوباما ته د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره داسې طرحې چمتو کړي چې له مخې به یې زرګونه امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټېنبېرګ د بروکسل د پرونۍ غونډې په پای کې وویل، په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د مودې په اړه وروستۍ پرېکړه تراوسه نه ده شوې خو ده په څرګندو ټکو په ډاګه کړه چې ناټو به له افغانستانه ونه وځي:

((د غوڅ ملاتړ د ماموریت د مودې او څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. هغه څه چې روښانه دي دا دي چې ناټو به له افغانستانه ونه وځي او موږ به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.))

د ناټو عمومي منشي وویل، ناټو له یوې خوا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د څرنګوالي او د سرتېرو د شمېر په اړه بحث کوي او بل خوا د ځواکونو د جغرافیايي موقعیت په اړه هم غور کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور د دوام مسئله وروسته له هغه بیا رابرسېره شوه چې کندز ښار د وسله والو طالبانو د برید په نتیجه کې سقوط وکړ او د څو ساعتونو لپاره د طالبانو په ولکه کې پاتې شو.

د جرمني دفاع وزیرې پرون وويل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت دوام د افغانستان له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده. ارسولا ون دېرليېن Ursula von der Leyen پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل:

((که افغانان زموږ ملاتړ ته تر اوږدې مودې پورې اړتيا ولري نو بايد وګورو چې څنګه په دې برخه کې پرمخ تلای شو او دا چې آیا د اوږدې مودې لپاره هلته پاتې کېدای شو کنه. مشروطه څېړنه تر ټولو مهمه برخه ده.))

د ناټو عمومي منشي پرون د بروکسل د غونډې په پیل کې وویل چې ناټو د افغانستان وضعیت څاري او له سلامشورو وروسته به په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور د دوام په اړه پرېکړه وشي.

یینس سټولټېنبېرګ زیاته کړه چې ناټو به نه یوازې په افغانستان کې روان وضعیت څاري بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه به هم څېړنې وکړي.

XS
SM
MD
LG