د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

امریکایي سرتیري دې په افغانستان کې پاته شي


وال سټریټ جورنال ورځپاڼې او فارن پالیسې خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاته کیدو په هکله مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي د خپل مطلب په عنوان کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو عسکرو د قوماندان له قوله وايي چې امریکایي سرتیري باید په دغه هېواد کې پاته شي.

فارن پالیسي وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د ناټو د ۱۴ زرو عسکرو قوماندان د سې شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې امریکایي ځواکونه باید د افغان امنیتي قواوو د روزنې لپاره یو څه زیاته موده په افغانستان کې پاته شي.
خپرونه لیکي:

که چیرې دغه غوښتنه ومنل شي نو د امریکا جمهور رئیس باید خپل هغه پلان چې له مخې یې وروستي امریکایي عسکر د ۲۰۱۶ کال ترپایه له افغانستان باید ووځي لغو کړي.

خپرونه لیکي:

جنرال جان کېمپبېل د امریکا د سنا د مجلس د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل چې افغان ځواکونه اوس هم د امریکايي قواوو نږدې هوايي ملاتړ او د طالبانو د مشرتابه د وهلو په مقصد د ځانګړو عملیاتو لپاره د تروریزم ضد یوځواک ته اړتیا لري.

هغه وویل چې افغان ځواکونه په اکمالاتو او د قواوو د ادارې په برخه کې د خپلو بشري ظرفیتونو لوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

خپرونه لیکي:

په افغانستان کې د ناټو قوماندان دغه ګواهي په داسې حال کې وړاندې کړه چې په کندز کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون باندې په وروستی امریکايي هوايي برید کې ۲۲ کسه مړه او ۳۷ کسه نور ټپیان شول.

فارن پالیسې لیکي چې دغې پیښې نړېوال ځکه سخت په غوصه او خپه کړل چې امریکايي چارواکو یې په هکله خپل وضاحت څو ځلي بدل کړ.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه بیا د خپل مطلب په عنوان کې وايي چې امریکايي جنرال له افغانستان د امریکایي عسکرو په وتلو کې د تاخیر غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکایي جنرال جان کېمپبل د سنا مجلس ته خپل دغه نظر وړاندې کړ او دا یې هم وویل چې د کندز په روغتون وروستی برید د یوې امریکایي الوتکې سهوه او تیروتنه وه.

هغه وویل چې موږهیڅکله په روغتیایي تاسیساتو قصداً برید نه کوو.

وال سټریت وړاندې لیکي چې بې پولو ډاکټرانو دغه برید یو جنګي جنایت ګڼلی او غندلی دی.

ورځپاڼه لیکي جنرال جان کېمپبل په یوه نسبتاً نادره پیښه کې خپل نظر چې له افغانستان د عسکرو د ویستلو په هکله د امریکا د جمهور رئیس له پلانه څرګند تفاوت لري سنا مجلس ته وړاندې کړ او په دې یې ستاینه هم وشوه .

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه هم په کندز کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون باندې د تیرې اونۍ د برید په هکله یو مطلب کې وايي چې دغه برید د هغې وحشتناکې جګړې تصویر وړاندې کوي چې په افغانستان کې روانه ده او بې ګناه ولسي خلک د جګړې د دواړو لوریو ترمنځ را ګیر دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د کندز د روغتون بمبارد په داسې حال کې ترسره شو چې امریکا په افغانستان کې د یوه سیاسي حل لپاره ورو او ارامې هلې ځلې کوي چې ان کیدای شي د اټمي پاکستان د خطر هم احتوا کړي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې امریکا څه دپاسه څلورکاله هم دا منلې وه چې یو سیاسي حل چې طالبان او تر یوه حده په پاکستان کې د هغوی ملاتړي په کې شامل وي د افغانستان د جګړې د ختمولو بهترینه لاره ده.

ورځپانه لیکي:

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په تیرو درېیو کلونو کې په دې هکله یو څه هلې ځلې هم کړي خو د کندز جګړې وښوده چې دغو زیارونو تر اوسه کومه ثمره نه ده نیولې.

XS
SM
MD
LG