د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي؛ په څه کم لسو زرو پراختیايي پروژو کې چې په کابو یوه کال کې د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې پلی شوي؛ د څښاک د اوبو، کرنې، لارو جوړولو، روغتیا، ټرانسپورټ، پوهنې، سیمه ییزې پراختیا او د برښنا پروژې شاملې دي.
دا څرګندونې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیراحمد دراني د سه شبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړي.
ده وویل، دغو پروژو په میلیونو خلکو ته په مستقمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینې برابرې کړی او د دوی په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی دی.
ښاغلي دراني د دغو پروژو په هکله وویل:
د روان مالي کال په دوران کې موږ د دوه سوه دوه دېرش میلیونو او اته لکه او اته زرو ډالرو په لګښت؛ نهه زره، اوه سوه، اته پنځوس پراختیایي او ټولګټې پروژې، د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته مو سپارلي دي.))
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ په برخه کې درې زره او دوه اویا؛ د ظرفیتونه په لوړولو کې شپږ؛ د سیمه ایزې پراختیا په برخه کې یوزرو اتیا؛ د پوهنې په سکتور کې دوه سوه اوه پنځوس؛ د روغتیا په چارو کې درویشت او د دولتی ودانیو په برخه کې دوه پروژې بشپړې شوي دي.
دا وزارت دا هم وايي، په دې پروژو کې هڅه شوې چې د ولایتونو ترمینځ توازن په پام کې ونیول شي.
د کلیو د پراختیا وزیر دا هموویل؛ په ځینو ناامنو سیمو کې نه دې توانیدلی چې له پلان سره سم پروژې پلی کړي.
سره له دې چې دا وزارت په هېواد کې د نورو پراختیايي پروژو د پلي کولو ډاډ هم ورکوي؛ خو د ولسي د مواصلاتو، مخابراتو او ښاري پراختیا کمیسیون وايي؛ دغه پروژې تر ډېره ځایه لازم کیفیت نه لري او په لږه موده کې له مینځه ځي.
د دې کمیسیون غړي موسی خان نصرت ازادي راډیو ته وویل:
((دوی یو لړ وړې - وړې پروژې عملي کړي دي؛ خو سل په سلو کې ډاډ منې نه دي، په دې پروژو کې مسلکي کار نه دی شوی؛ بله دا چې په ځینو ضروري سیمو کې نه دي پلي شوي؛ سړکونه یې ډیر ژر بېرته له مینځه ځي او اکثره پروژې موقتي دي؛ ښه دا ده چې دا وزارت په پروژو کې د سیمو توازن؛ مسلک او شفافیت په پام کې ونیسي.))
د افغانستان اکثره خلک وايي چې له دوه زره لومړي کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وشوه؛ خو داسې یوه اساسې پروژه پرې ونه رغول شوه چې کیفیت یې ډاډمن وی او خلکو ته دې په کې د دایمي کار زمینې برابرې شوې وي.
کارپوهان تاکید کوي چې حکومت دې د داسې پروژو په پلي کولو کې مسلکي معیارونه په پام کې ونیسي.
راپور: خان محمد سیند