د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

دانشي: د کندز ښار مهم ځایونه افغان ځواکونو نیولي دي


په کندز کې چارواکي وايي،د کندز ښار په ځینو برخو کې ځای ځای نښتې روانې دي؛ خو مهم ځایونه حکومتي ځواکونو نیولي دي.

د کندز سرپرست والي، حمدالله دانشي پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل؛ هغه وسله وال چې د ښار په ځیني برخو کې د خلکو په کورونو او دکانونو کې پټ شوي؛ لا هم مقاومت کوي.

د کندز سرپرست والي زیاته کړه چې حکومتي ځواکونه د خلکو پر کورونو ډزې نه شي کولای او هغه وسله وال چې په مسکوني سیمو کې پټ دي؛ له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي.

حمدالله دانشي په کندز کې د امنیتي وضعیت په اړه وویل چې جبهه یي جګړه پای ته رسیدلې او ستراتیژيکې سیمې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي؛ خو نښتې لا هم روانې دي.

((کندز ښار د ماسټر پلان پر اساس نه دی جوړ شوی. دا د زرو لارو او کوڅو ښار دی. دا ښار زیاتې فرعي کوڅې لري. وسله وال په کورونو کې ننوتي او وخت نا وخت سرک ته را ووزي؛ ډزې وکړي؛ ګډوډي جوړه کړي او بېرته وتښتي.))

د کندز سرپرست والي زیاته کړه چې له کابل او بغلانه امنیتي ځواکونه ور رسیدلي او له وسله والو یې د ښار زیاتې برخې پاکې کړې دي.

خو څرګنده یې کړه چې ښار ته لا هم د برېښنا او پاکو اوبو جریان قطع دی چې زیاتې ستونزې یې پيښې کړې دي.

((وسله والو د پاکو اوبو شبکې او د برق سټیشنونه تخریب کړي دي. د اوبو پر شبکو کار روان دی چې ښايي په نورو دوو ورځو کې فعالې شي خو د بریښنا د جریان فعالول؛ د امنیت د ټینګېدو په صورت کې، ښايي څو ورځې وخت ونیسي.))

د کندز سرپرست واليوویل چې په داسې فوق العاده جنګي حالت کې له ملکي خلکو سره د مرستې امکانات ډیر محدود دي؛ خو د ورځې له خوا د لارو امنیت نیسي؛ څو خلک د جګړې له ځایه، ځانونه امن سیمو ته وباسي.

((ډيرې زیاتې مرستې تیارې دي؛ خو موږ د جګړې د پای ته رسېدو په انتظار یو څو خلکو د مرستو رسول پيل شي. موږ تراوسه د امنیه قوماندانۍ په مرسته په هغو سمیو کې چې جګړه په نسبي توګه کراره شوې؛ قطغ، وچه ډوډۍ او د څښاک اوبه خلکوته رسولي دي.))

د کندز د سرپرست والي په وینا، د جګړې لمن تر ډيره حده د ښار له منځه ټوله شوې او وسله وال شاوخوا سیمو ته وتلي دي.

دانشي وویل چې اوسمهال د کندز ولایت په خان اباد بندر، امام صاحب بندر، چهار درې، زاخېلو او کنم سیمو کې جګړه روانه ده.

د کندز سرپرست والي په داسې حال کې د ملکي خلکو د امنیت د ټینګولو لپاره د حکومت د هڅو یادونه کوي چې د کندز ښار پر ملکي روغتون وروستۍ بمبارۍ د نړیوالې ټولنې شدید غبرګون پارولی دی.

XS
SM
MD
LG