د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۰

د کندز اوسیدونکي وايي، په ډیر خراب وضعیت کې ګیر دي


د کندز د ښار په شمول د بېلابېلو برخو اوسیدونکي وایي چې لاهم د طالبانو په محاصره کې دي.

د سیمې یو شمېراوسیدونکو د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که چېرې ورته مرستې ونه رسیږي نو یو لوی انساني ناورین به رامنځ ته شي.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د کندز ډيرې برخې د افغان ځواکونو په لاس کې دي او د نورو سیمو د نیولو لپاره هم عملیات روان دي.

په کندز ښار کې لاهم جګړه روانه ده او د سیمې یو شمېر اوسیدونکي د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ځنیو سیمو کې په جګړې کې بند پاتي دي.

د سیمې یو شمېراوسیدونکو د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوي د خوراکي موادو او درملو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

یو شمېراوسیدونکو همدا راز وویل، که چېرې ورته مرستې ونه رسیږي د کندز خلک به له انساني ناورین سره مخ شي:

((زموږ وضیعت ډير خراب دی، برق قطعه شوی، اوبه نشته خوارکې توکي هم نه پیدا کیږي، که چېرې خوراکي توکي پیدا هم شي په ډيره لوړه بیه پیدا کیږي، خلک په تېښته دي، دا اوس هم جګړه روانه ده ښار کې طالبان دي، که داسې دوام وکړي نو خلک به له انساني فاجعې سره مخ شي، داسې کسان و چې هغوي به د ورځې خپلې کورنۍ ته خواړه برابرول اوس هغوې ټول په کورونو کې بند پاتي دي.

(( دا اوس زموږ کور په خان اباد بندر کې دی همدلته سړک ته نژدي یو، طالبان هم وینو حکومت هیڅ کنټرول نه لري، د چوک په سر کې د طالبانو بیرغ رپیږي، دکانونه ټول بند دي، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.))

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سره صلیب نړېوالې کمیټې هم د کندز ښار د اوسیدونکو د ناسم وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې.

دې کمیټې ویلي چې دوی دا مهال له زرو څخه له زیاتو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستې کړي دي.

تردې مخکي په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما بیا ویلي چې د دوې لومړني معلومات څرګندوي چې په وروستیو نښتو کې ترسلو ډير ملکي وګړي په کندز کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو د کندز ښار د دوشنبې په ورځ له ماسپښینه وروسته ونیو، خو دفاع وزارت وایې چې په کندزښار کې د مخالفینو د موندلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښار مهمې برخې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندي دي او د نورو سیمو د نیولو لپاره هم د دوې عملیات روان دي:

((د کندز لویه برخه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، دا چې کندز یوه دوه ورځې د دښمن په لاس کې و، نو اوس هم هلته د مخالفانو تحرکات شته، اوس هم په هغه حد کې چې کندز ښاریان تمه لري، پوره ثبات هلته نه دی تامین شوی، خو هلته زموږ عملیات روان دي، زموږ هڅه دا ده چې ډير ژر وکولای شو لارې خلاصي کړو او د افغانستان ټولو خلکو په ځانګړي ډول کندز ښاریانو ته د امنیت او ثبات فضا رامنځ ته کړو.))

د کندز اوسیدونکي وایې، که چېرې حکومت د وسله والو مخالفانو په ځپلو کې له جدیت نه کار وانخلي نو لرې به نه وي چې کندز سره نژدې ولایتونه هم د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو شاهد وي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG