د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۴

د کندزښار د بیا نیولو لپاره عملیات درېمې ورځې ته وغځید


افغان چارواکي امنیتي مسئولین وايي:د کندز ښار زیاتې برخې نیول شوې او د پاتې ځایونو د نیولو لپاره پوځي عملیات روان دي.

د کندز امنیه قوماندان وايي چې ډیر ژر به ټول ښار له وسله والو طالبانو خلاص شي .

په کندز کې ټوله شپه جګړه روانه وه .

په دې عملیاتو کې، د امریکا هوايي ځواکونه د افغان لوري ملاتړ کوي .

د کندز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ پرون په کندز کې خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو وسله والو په ګډون لږترلږه ۸۰ جنګیالي وژل شوي او د ښار ځينې مهمې برخې بیرته نیول شوې دي. جنګل باغ وړاندې وویل:

((په دومره موده کې چې پر هغوی [وسله والو ]هوايي بمبارد شوی دی.۸۳ تنه یې وژل شوي چې لږترلږه ۳ یې عرب دي.

په چهاردره کې د هغوي ۱۴ رینجر موټر چې له امنیتي ځواکونو کې یې نیولي وو، وسوځول شول.

یو ټانک یې هم نیولی وو چې له هوا وویشتل او وسوځول شو. امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډاډ ولری چې ډير ژر به ټوله سیمه پاکه شي.))

خو وسله وال طالبان دا ردوي چې په کندز کې یې تلفات زیات وو.

د کندز د وضعیت د پيچلتیا یو لو دلیل ښايي دد کندز – بغلان پر لاره ستونزې ويچې له امله یې کافي امنیتي ځواکونه سیمې ته نه شي رسیدلای.

په ولسي جرګه کې د کندز یوه استازي عبدالودود پیمان پرون وویل چې وسله والو طالبانو په ښار کې چور ګډ کړی دی .

د ملي امنیت د ادارې مخکني مشر امر الله صالح هم پرون وویل چې وسله وال طالبان، د یوه پلان پر اساس چې مخکې جوړ شوی، په کندز کې ځای پر ځاي شوي دي. امر الله صالح زیاته کړه:

((وسله والو طالبانو په شمالي ولایتونو کې خال – خال او پراګنده جګړې وکړېاو ورته څرګنده شوه چې په کندز کې د اردو او عامه نظم د پولیسو شمیر ډير کم دی نو د اختر ورځو ته انتظار وو څو ناڅاپي حمله وکړي او په دې توګه کندز ښار ته د ننوتلو پر مهال له ډیر کم مقاومت سره مخامخ شول.))

رپوټونه واييد کندز ښار یو شمیر دولتي ودانۍ بیرته افغان امنیتي ځواکونو نیولې خو ويل کیږي چې وسله وال طالبان د ولایت هوايي ډګر ته د رسیدو هڅې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چېپه کندز کې د ملکي خلکو د خوندیتوب په خاطر، پر ښار هوايي عملیات نه شي کولای او له دې امله ښايي د ښار په بیرته نیولو کې خنډ اوځنډ پيښ شوی دی.

ولسمشر غني وویل : د افغانستان دولت، مسئول دولت دی او د ښار په منځ کې پر خپلو خلکو بمباري نه شي کولای او نه یې کوي.

XS
SM
MD
LG