د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

ولې ډېری پناه غوښتونکي مالموښار د ژوند لپاره غوره ګڼي؟


د سويډين په جنوب کې مالموښارته د راتلونکو یو شمېرپناه غوښتونکو لپاره سفرچې غواړي په اروپايي هېوادونو کې پناه واخلي، په همدې ځای کې پای ته رسيږي.

هره ورځ شااوخوا ۹۰۰ نوي پناه غوښتونکي په مالموښارکې ثبتيږي.

ولې ډېری پناه غوښتونکي مالموښارد ژوند او ښې راتلونکي لپاره غوره ګڼي؟

د عمرپلارنهه مياشتې مخکې له ترکيې څخه سوريې ته پناه وړې وه او د يوه قاچاق وړونکي په واسطه سويډن ته ولاړ.

وروسته، مېرمن، لور او اتلس کلن زوی يې، عمر ورسره یو ځای شول.

اوس مهال دی له خپلې کورنۍ سره د سويډن په جنوب کې په مالموښارکې ژوند کوي.

د عمرکورنۍ مالمو ښار ته نوې راتلونکې يوازينۍ کورنۍ نه ده. په مالموښار کې د سويډن د پناه غوښتونکو د چارو دفتر وايي چې هره ورځ مالمو ښار ته ورغلي شااوخوا ۹۰۰ پناه غوښتونکي ثبتيږي اوپه تيرو پنځويشتو کلونو کې د بالکان د جګړې له وختو راهيسي د پناه غوښتونکو دا ډول لوی شمېرنه دی ليدل شوی.

مالموښارنه يوازې د ځينو پناه غوښتونکو لپاره د لوژستيکي تدارکاتوځای دی بلکه د ډېری نويو پناه غوښتونکو لپاره اخري هدف ګڼل کيږي.

محمد البلوط د سوريې يو ځوان خبريال له دغو پناه غوښتونکو څخه دی چې له اوږده سفره وروسته د ليبيا، ايتاليا او يو شمېراروپايي هېوادونو له لارې اخر تېرکال ځان سويډن ته رسولی دی.

محمد البلوط چې اوس د سويډن په روزنګارد ښارکې ژوند کوي، وايي:

((ټول کسان چې د سويډن له دباندې راغلي، په يوه سيمه کې په روزنګار ښار کې ژوند کوي.

د سويډن کلتور او سيستم سخت کار دی. پناه غوښتونکو له ځانو سره خپل کلتور راوړی لکه عربي، افريقايي او يو شمېراسيايي کلتورونه او د سويډن په ټولنه کې نه دی ځای پرځای شوي.))

سافيتا بجراخارویک چې د پناه غوښتونکو په پخواني سېل کې سويډن ته په ۱۹۹۲م کال کې له بوسنيا څخه مالمو ښار ته تللې، د حکومت له خوا هغه پاليسي چې له مخې يې پناه غوښتونکي د اوسېدو ځای نشي انتخابولای، يو لېونتوب بولي او وايي:

((د دې پاليسۍ په پايله کې موږ ټول پناه غوښتونکي په يوه سیمه کې ژوند کوو.))

سافيتابجراخارويک وايي، د سويډن پاليسي جوړوونکو دا پرېکړه چې په يوه ځانګړې سيمه کې پناه غوښتونکوته د اوسېدو اجازه ورکوي، ښايي د لنډې مودې لپاره ګټوره وي خو د اوږدې مودې لپاره اغېزنه لري.

ډېری سويډنيان د پناه غوښتونکو د مخ پر زياتېدو شمېرې څخه اندېښمن دي.

په تېرميلادي کال کې ۸۱۳۰۱ کسانو دغه هېواد ته د پناه اخيستو په مقصد درخواست کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د دوی شمېر په ۲۰۰۴م کال کې يوازي ۱۷۵۳۰ وو.

د روانې مياشتې په اوږدوکې د سويډن د ډموکراټ ګونده ملاتړد سویډني رايي روکوونکو ترمنځ ۲۰.۸ په سل کې زيات شوی ځکه چې دغه ګوند غواړي په خپل هېواد کې د پناه غوښتونکو شمېر کم کړي.

XS
SM
MD
LG