د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

مشرانوجرګه: اسلام اباد د کابل په وړاندې د تورنولو لړۍ پیل کړې


مشرانوجرګې د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې د پاکستان په هوایي اډې وروستی حمله په افغانستان کې پلان شوي وه.

د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دغې جرګې غړو په پاکستان تور ولګاوه چې د افغانستان سره په اړیکو کې صادق نه دی او غواړي د داسې تورونو له لارې امتیازات خپل کړي.

وروسته له هغې چې د افغانستان جمهوري ریاست او د هېواد د بهرنیوچارو وزارت په پیښور کې د وروستی حملې په تړاو د پاکستان ادعا رد کړه د افغانستان مشرانو جرګه وايي چې اسلام اباد د کابل په وړاندې د تورنولو لړۍ پیل کړې ده.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړي او کله یې هم د دغه هېواد سره صادقانه همکاري نه ده کړې.

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار وايي، د پاکستان کړنې یوازې د مداخلې ترکچې نه دي پاتې بلکې عملاً د افغانستان سره په جنګ لګیا دی:

((دا چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي دا کومه نوې خبره نه ده دا زموږ او تاسې دیرش کلن او څلویښت کلن داستان دی، دا یواځې مداخله نه ده بلکې زموږ او تاسې سره جنګ کوي، دا په موږ او تاسې په خلکو او افغان حکومت پورې اړه لري چې نور غلي پاتې نه شو او د پاکستان په ځانګړي ډول د پنجاب په وړاندې جنګ وکړو.))

ښاغلی مسلمیار وايي، افغانانو او افغان حکومت هم باید د پاکستان په دغو کړنو چوپ پاتې نه شي بلکې د پاکستان په تیره بیا د پنجاب په وړاندې له سخت دریځه کار واخلي.

د تیرې جمعې په ورځ د پیښور د بډه بیرې په سیمه کې د پاکستاني پوځ په یوه اډه د شوي حملې وروسته د پاکستان پوځ ویاند وویل چې دا حمله په افغانستان کې جوړه شوي وه او حمله کونکي د افغانستان څخه ورغلي وو.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم تیره ورځ وویل چې په دې اړه اسناد او شواهد جمع کوي او افغان حکومت ته یې سپاري.

خو ارګ ماڼۍ بیا د دغې ادعا له رد سره ویلي چې افغانستان هیڅ کومې ډلې او چا ته اجازه نه ورکوي چې د خاورې څخه یې د بل هېواد پرضد استفاده وشي.

افغان سناتوران ټینګارکوي چې د پاکستان حکومت باید دوست دښمن وپیژني او د افغان حکومت د هغو هڅو ستاینه وکړي چې د ښه ګاونډیتوب لپاره یې ورسره کوي.

د مشرانو جرګې غړي ګلالی اکبري وايي چې پاکستان باید د صادقانه هڅوله لارې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره کار وکړي نه دا چې د تورونو لړۍ پیل کړي:

((نوازشریف چې د چاودنو په اړه څه ویلي دا د خپل بام واورې په نورو اچوي، دوی دې دا ووايي، هغه چاودنې چې په افغانستان کې کیږي رهبري یې په پاکستان کې شوي دي دا یو توردی او دا لومړی ځل هم نه دی دوی که صادق وي نو په رښتیا دې د سولې د پروسې سره مرسته وکړي.))

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان څه داسې ادعا کوي او د افغان لوري له خوا په مسلسل ډول ردیږي بلکې له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو له خوا د تورونو لړۍ ګرمه پاتې شوي ده.

سیاسي کارپوهان وايي، پاکستان غواړي د داسې تورونو له لارې په خپل ځان فشارکم کړي او نړۍ ته وښيي چې تروریزم له پاکستانه نه دی غوړیدلی بلکې پاکستان خپله د دغې پدیدې ښکار دی.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG