د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په یو شمېر وزارتونو کې ځينې عایداتي پوسټونه مزایدې ته اېښودل کیږي او په لوړو بیو خرڅيږي.
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وايي؛ د درېیو وزارتونو په اړه یې اسناد تر لاسه کړي چې په کې عایداتي پوسټونه مزایدې ته ایښودل شوي دي.
ښاغلي انعامي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې دا روښانه نه کړه چې دا وزارتونه کوم دي؛ خو ویې ویل چې حاضر دی په دې اړه اسناد وړاندي کړي:
((دغو وزیرانو ته چې موږ رایه ورکړه؛ اکثریتو یې خپل عایداتي بسټونه مزایدې ته ایښي دي. که وایست اسناد راوړم. درې وزارتونه مې یاداشت کړي چې که هره ورځ مو غوښتي وو؛ ستاسو سره یې شریکوم.))
تر دې مخکې د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود ویلي وو چې په یو شمېر وزارتونو کې لوړ پوړي کسان د وزارتونو د مسوولینو له خوا ګمارل کیږي.
خو تر دې مخکې یو لړ شکایتونو د ولسي جرګې غړیو ته هم متوجې وو چې ګڼې په دولتي ادارو کې ځینې کسان د دوی په سپارښتنه ټاکل کیږي.
په همدې حال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون دا مني چې په یو شمېر وزارتونو کې د استخدام په پروسه کې فساد شته؛ خو وايي چې دوی یواځې د دغې پروسې څخه څارنه کوي.
د دغه کمیسیون د مطبوعاتو مسوول محمد یونس مهرین آزادي راډیو ته وویل؛ د ملکي خدمتونو د بورډ قانون د ولسمشر د فرمان له مخې تعدیل شوی او د وزارتونو مسوولان اوس په خپله لومړی؛ دویم او درېیم بست ټاکي:
((د اداري اصلاحاتو د کمیسیون او د ملکي خدمتونو د بورډ یو غړی یواځې یوه څارونکي غوندې وزارت ته ځي او د آزموینې له بهیر څخه څارنه کوي او د ټاکنو په بورډ کې کمیسیون هېڅ ډول صلاحیت نه لري.))
ومو غوښتل په دې اړه د حکومت نظر هم و لرو؛ خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د چارو کارپوهان په دولتی ادارو کې د فساد یو ستر لامل په ټاکنو کې د وړتیا نه مراعتول په ګوته کوي او وايي چې تر ډيره دولتي کارکوونکي د پېژندګلوۍ او یا هم رشوت له مخې انتخابیږي.