دغه فاتحه په ننګرهار کې میشتو فرهنګيانو؛ ژورنالستانو،د اطلاعات او فرهنګ ریاست او د جان آقا الکوزي کورنۍ له خوا د امیر شهید بڼ په جامع جومات کې واخیستل شوه چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو واليانو؛ اداري ريیسانو سربېره په سلګونو ختیځوالو په کې برخه واخيسته.
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صمیم د فاتحه په مراسمو کې وویل چې مرحوم جان آقا الکوزی یو نړېوال شخصیت و او د ژورنالیزم په ډګر کې يې تل هڅه کوله چې د هېواد ناخوالې بربنډې او د حل لارې ورته ولټوي:
((د جان آقا الکوزی شخصیت یوازې په کډي کې نه مطالعه کیږي؛ د ده کار یوازې په ازادي راډيو کې نه مطالعه کیږي؛ د ده خدمتونه یوازې په ملي راډيو ټلویزیون کې نه مطالعه کیږي. دا یو نړېوال شخصیت و او د ده شخصیت په نړۍ کې مطالعه کیږي؛ د ده خدمت علني او جهاني و، ده چې په ازادي راډيو کې خبرونه ویل او هلته يې د درامواج ازادي برنامه مخې ته وړله د اهل خبرو خلکو سره به يې د افغانستان پر ستونزو بحث کولو؛ د دې ستونزو لپاره به يې حل لارې ورته لټولې؛ هغه د یو مبارز فرهنګي شخصیت او ريښتينې افغان په توګه خپل مسولیت سرته رسولی.))
د لغمان والي عبدالجبار نعيمې چې د خپلو ټولو اداري رییسانو سره یو ځای د جان اقا الکوزي فاتحې لپاره ننګرهار ته راغلی و؛ وویل، ده له تېرو شلو کلونو راهیسې له جان آقا الکوزی سره بلدتيا وه.
ده وویل مرحوم الکوزي د خپلې خاورې او وطن سره ژوره مينه درلوده او تل يې د هېواد د ابادۍ او سولې لپاره کار کولو:
((جان اقا الکوزی صیب زما د شلو کالو راپه دیخوا اشنا او ډېر خوږ دوست و؛ همېش يې په خُله خندا، محبت، دوستي او همیش يې د خپلې خاورې سره مینه او همېش يې د خپل وطن د ابادولو لپاره تلاشونه او هلې ځلې او فکر يې همدا و چې د ابادۍ وطن، د سولې وطن او باعیزته وطن ولرو.))
د دې فاتحه جوړونکو فرهنګيانو وویل چې جان آقا الکوزی د خلکو په زړونو کې خاص ځای درلوده او همدا لامل و چې مینولو او فرهنګيانو يې د فاتحه په مراسمو کې له اخلاصه برخه واخیسته:
((شيرشاه همدرد: د هېواد پياوړي ژورنالست او د ازادي راډيو خوږژبې ویاند ارواښاد الکوزي فاتحه نن د ننګرهار فرهنګيانو، ژورنالستانو، مدني فعالانو او د ارواښاد کورنۍ له خوا د امیرشهيد په جامع جومات کې واخیستل شوه چې په سلګونو فرهنګيانو او د جان اقا الکوزي مینوالو په کې برخه واخیسته.
ضياالدین همت مل: د جان اقا الکوزي جنازه چې کله کابل ته راورسېده دلته د ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله غونډه د مرحوم لپاره ځانګړې کړه؛ بیا د کاروان په شکل ورته مخې ته ورغلل او نن يې هم ښه په اخلاص د فاتحه په مراسمو کې برخه واخیسته؛ د دې لپاره چې الکوزي صیب د خلکو په زړونو کې ځای درلوده او د داسې په وطن مين خلکو په غم کې موږ ورسره شریک يو.))
د ارواښاد جان اقا الکوزي د کورنۍ په استازولی د هغه خسر محمد حسن ولسمل له ټولو مننه وکړه چې د ارواښاد الکوزي د جنازې او فاتحې په مراسمو کې يې له پراخه برخه واخیسته:
((د الکوزي تګ هم مازوروي؛ خو د دې ټولو سره - سره په اسلام کې دا حقه لاره ده، باچا مري، غریب مري، هر سړی مري، خدای دې ورته جنتونه په نصیب کړي؛ له تیرې ورځې، چا چې د ده په مراسمو کې برخه اخیستې؛ رسنیو چې رول لوبولی، مهمو اشخاصو چې رول لوبولی دی؛ د ټولو دې کور ودان وي، ماسره داسې الفاظ نشته چې زه ترې مننه وکړم له ټولو نه مننه.))
مرحوم جان اقا الکوز په ۱۳۳۶ کال د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په کډي کلي کې زيږیدلی و؛ لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون انحینرۍ پوهنځي کې ترسره کړې او وروسته د ماسترۍ زده کړې يې په تایلینډ کې ترسره کړې.
ارواښاد الکوزي د ژورناليزم سره د ډېر مينې له امله لومړی د افغانستان په ملي راډيو ټلويزیون کې د ویندوی په توګه دنده پيل کړه او وروسته په ۱۳۸۱ لمریز کال يې له ازادي راډيو سره کار پيل کړ او د تېرې سه شنبې په شپه په د اتريش په مرکز ویانا کې د سرطان ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې اود جمعې په ورځ د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې په خپلې پلرنۍ هديرې کې خاورو ته وسپارل شو.
راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار