د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۸

نامتو ژورنالیست جان اقا الکوزی په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو


د نامتو افغان ژورنالیست جان اقا الکوزي جنازه د جمعې په ورځ لومړی کابل او بیا ننګرهار ته انتقال شوه.

لسګونه افغان چارواکي، لیکوالان او خبریالان د ارواښاد الکوزي د جنازې د تسلیمي په مراسمو کې د ګډون لپاره د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر ته تللي و.

د الکوزي کورنۍ له ټولو وغوښتل چې د هغه لار دې تعقیب کړي او په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره دې هڅه وکړي.

د افغان نامتو ژورنالیست جنازه د جمعې په ورځ د اتریش له ویانا نه کابل ته ورسیده او تمه ده په ننګرهار کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د ارواښاد الکوزي جنازه د حامدکرزي په نړېوال هوايي ډګرکې د لسګونه افغان چارواکو، خبریالانو او د هغه د کورنۍ د غړیو له خوا تسلیم شوه او وروسته ننګرهار ته انتقال شوه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیرغلام نبي فراهي د الکوزي مړینه د ټولو هېوادوالو لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

په ولسي جرګې د خلکو استازې شکریې بارکزۍ وویل چې د یوه لوی شخصیت د جنازې د تسلیمي لپاره ډېرخلک د حامدکرزي نړېوال هوايي ډګرکې سره ټول شوي دي.

د ارواښاد الکوزي د جنازې لمونځ د جلال اباد ښارپه عیدګاه جومات کې اخیستل کیږي او بیا د روداتو ولسوالۍ ته وړل کیږي چې خاورو ته وسپارل شي.

الکوزي د افغانستان له رسنیو سره کلونه کلونه کار وکړ او له دې لارې یې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړ.

د جمهور رییس غني فرهنګي سلاکاراسدالله غضنفر مرحوم الکوزی یو وطن دوسته شخص یاد کړ.

افغان لیکوال او کارپوه حبیب الله رفیع وویل چې الکوزي ډېر کلونه د خپلو هېوادوالو لپاره نه هېریدونکي خدمتونه کړي دي.

ارواښاد الکوزي له ازادی راډیو سره شاوخوا څوارلس کاله کار وکړ او د ترټولو لوی سیاسي پروګرامونه له هغې ډلې د ازادي په څپو کې خپرونه یې جوړوله.

د افغان ملت ګوند افتخاري رییس انوارالحق احدي ښاغلی الکوزی یو بې جوړې نطاق وباله او ویې ویل چې ځای به یې تر تله تش پاتې وي.

په عین حال کې د مرحوم الکوزي د کورنۍ ځيني غړي وايي چې ده تر د ژوند تر وروستیو شیبو هم وطن افغانستان یاداو.

ښاغلي الکوزي له ازادي راډيو سره د کار په موده کې ترټولو مهم سیاسي پروګرامونه جوړول.

په کابل کې د ازادی راډیو رییس حمید مهمند د الکوزي مړینه د ټولو رسنیو په تېره ازادي راډیو ته یوه لویه ضایعه وبلله.

د ملي امنیت شورا فرهنګي سلاکار نجیب الله منلي هم د الکوزي مړینه نه جبرانیدونکې وبلله.

جان اقا الکوزی چې د انجینیرۍ له برخې فارغ و د خپلې خاصې علاقې له مخې یې د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې ډېرکلونه ویاندويي وکړه او بیا کاناډا ته مهاجر شو چې هلته یې هم له رسنیو سره کار کاوو.

الکوزي د مړینې په وخت ۵۷ کاله عمر درلود او د اتریش په ویانا کې یې پور پرې کړ او نن جمعه یې جنازه مخکې له دې چې له کابله ننګرهار ته یوړل شي د کابل به هوايي ډګر کې هم دعا ورته وشوه.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG