اجراییه ریاست د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د مشرله وروستیو څرګندونو وروسته وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون به له قانون سره سم د انتخاباتو په کمیسیونونو کې اصلاحات راولي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشرعبدالستارسعادت پرون وویل چې د کمیسیونو د کمېشرانو لېرې کېدل ښايي په انتخاباتو کې فساد بربنډ کړي.
خو اجراییه ریاست وايي چې په کمیسیونونو کې اصلاحات د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د موافقې بنسټ دی.
اجراییه ریاست وايي، د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د ولسمشرله حکم سره سم د انتخاباتو په کمیسیونو کې اصلاحاتو ته ژمن دی.
د شکایتونو د کمیسیون مشرعبدالستارسعادت پرون ازادي راډیوته وویل چې د انتخاباتو د دوو مسوولو کمیسیونونو د کمېشرانو لېرې کول ښايي په انتخاباتوکې شوې درغلۍ رسوا کړي.
په پام کې ده چې د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونود کمېشنرانو د ګومارنې کمیټه په نژدې راتلونکي کې جوړه او نوي کمېشنران ولسمشر ته معرفي کړي.
د اجراییه ریاست یوه ویاند اصف اشنا له ازادي راډیوسره په خبرو کې د انتخاباتو کمیسیونونه په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د بهیرپه زیانمنولو تورن کړل او د هغو څرګندونې یې بې اهمیته وبللې:
((د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون خپله طرح جوړه کړې. دا طرح د ملي وحدت د حکومت مشرانو تایید کړې خو هغه شخصیتونه چې په تېرو انتخاباتوکې یې د انتخاباتو او ډیموکراتیک بهیراعتبار زیانمن کړلازمه نه ده چې ویناوو او ادعاوو ته یې ارزښت ورکړو.))
د انتخاباتو دوو مسوولو کمیسیونونو ته د نویو کمېشنرانو غوره کول به د شکایتونو د کمیسیون د مشرعبدالستارسعادت په وینا تر هرڅه مخکې پر ولسمشر اشرف غني د تقلب ادعاوې پیاوړې کړي.
ښاغلی سعادت پراجراییه رییس هم تور ولګاوه چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د قانون له چوکاټه بهرعمل کوي:
((د کمېشنرانو له عزله ترټولو زیات تاوان ولسمشرغني ویني ځکه د دې توافق له تطبیقېدو وروسته غني د افغانستان ولسمشرنه دی ځکه د تقلب نتیجه ده.
دا سړی که مجبورنه وي څوک پرځان داسې یوه ادعا کوي؟ له ډاکټر عبدالله خو هسې توقع نشته ځکه هغه هسې هم د ملت پرڅټ سپوردی.))
د اجراییه ریاست ویاند اصف اشنا وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د اجرااتو بنسټ د ملي وحدت د حکومت د جوړېډو موافقه ده چې غني او عبدالله د امریکا د بهرنیو چارود وزیرجان کري په مخکې لاسلیک پرې کړی:
((دا کمیسیون، د هغه فعالیت، د جوړېدو طرح یې او هغه ګامونه چې باید اوچت یې کړي د سیاسي توافق غوښتنه ده او ځکه موږد همدې موافقه لیک له دستورسره سم د اصلاحاتو بهیرته دوام ورکوو.))
د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون او ځینو څارونکو ټولنو د انتخاباتو مسوول کمیسیونونه د انتخاباتو په ترسره کولو کې ناکام بللي دي. دوی همدا رازخبرداری ورکوي چې دا کمیسیونونه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو په راروانو انتخاباتو کې لاسوهنې ته باید پرې نښودل شي.