د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

اسلام اباد هیلمن دی چې افغان طالبان به د سولې خبرې پیل کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل اله
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل اله

اسلام اباد هیلمن دی چې د طالبانو اوافغان حکومت د استازیو ترمنځ به د سولې خبرې بیا پیل شي.

اسلام اباد په داسې وخت کې دا هیله ښکاره کړې ده چې ویل کیږي د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې به افغان پلاوی د پاکستان د مداخلو خبره رابرسیره کړي.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د روانې میاشتې په ۲۸ په نیویارک کې پیلیږي او د اکتوبر ترشپږمې دوام کوي.

پاکستان د پنجشنبه په ورځ هیله ښکاره کړه چې افغان طالبان به له شخړو لاس واخلي او د سولې په خبروکې به برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارود وزارت ویاند قاضي خلیل اله په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وویل چې پاکستان د دې خبرو ملاتړکوي او موضوع له طالبانو سره تړاو لري:

((دا د افغان طالبانو کورنۍ موضوع ده چې خپل منځني اختلافات پای ته ورسوي او پر یوه مشرموافقه وکړي، البته موږهیله لرو چې طالبان به له تشدده لاس اخلي او مذکراتو کې به شریک شي، لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده پاکستان ژمن دی چې له طالبانو سره د سولې په خبروکې تسهیلات برابر کړي.))

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د استازیو خبرې د جولای په میاشت کې وروسته تردې وځنډیدې چې د طالبانو د مشرملامحمدعمرد مړینې خبرونه خپاره شول. تردې وروسته د طالبانو ترمنځ د نوي مشر پر سر اختلافات پیدا شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل اله وویل چې په وروستیوکې چې د پاکستان د صدراعظم جګپوړی سلاکارسرتاج عزیز کابل ته ولاړ او هلته یې له ولسمشراشرف غني او نورو افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټورې خبرې وکړې.

سرتاج عزیزنژدې دوې اونۍ مخکې په کابل کې د ریکا یا له افغانستان سره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی و.

خلیل اله بیا وویل چې دواړو لوریو د سرحدي شخړې په اړه هم خبرې کړې دي څو داسې سوله ییزې هڅې وشي چې سرحد خوندي شي.

افغانستان پاکستان تورنوي چې په سرحدي سیمو کې د افغانستان د حکومت د هغو مخالفو وسله والو مخه نه نیسي چې افغانستان ته راځي او دلته حملې کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبداله راتلونکې اونۍ نیویارک ته ولاړشي او د ملګروملتونوپه عمومي اسمبلۍ کې برخه واخلي.

ویل کیږي چې د افغانستان اجرایي رییس به د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د خپلې وینا پرمهال په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې خبره راپورته کړي.

بل لورته ټاکل شوې ده چې د روانې میلادي میاشتې په دیرشمه د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG