د ملګروملتونوپه عمومي غونډه کې به د افغانستان پلاوی د امنیت، له ۲۰۱۵ کال وروسته له افغانستان سره د نړېوالو مرسته او په افغانستان کې د داعش د ګواښ مساله یاده کړي.
د افغانستان ولسمشرد سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې په دې غونډه کې به اجرایي رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د پلاوي مشري وکړي:
((جناب ډاکټرصاحب به په ملګروملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
له دې امله یې د تګ تیاری نیول شوې دی. دی به په ټولو غونډو کې برخه واخلي.))
له عبداله عبداله سره به نیویارک ته په دې سفرکې د بهرنیوچارو وزیر صلاح الدین رباني او د بهرنیوچارود وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی ملګري وي.
د ملګروملتونو اویایمه عمومي غونډه د سپتمبرپه ۲۸ پیلیږي او د اکتوبر ترپنځمې دوام کوي. په دې غونډه کې به د نړۍ د لسګونو هېوادونو استازي برخه واخلي.
ویل کیږي چې د ملګروملتونو د غونډې ترڅنګ به د افغانستان اجرایي رییس د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشربارک اوباما سره وګوري.
د امریکا په اوهایو پوهنتون کې استاد علم پایند وایي چې امریکایان اوس دې ته متوجه شوي دي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي، نو افغان پلاوی باید د دې مداخلې مساله د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې یاده کړي:
((زه داسې فکرکوم چې دا غونډه به ګټوره وي، په ځانګړي ډول دا د داعش مساله، د القاعدې مساله او دا د پاکستان ستونزې چې شته او امریکایان هم دې ته متوجه شوې دي نو زما په باوردا د افغانستان او سیمې د ثبات په ګټه ده چې دا موضوعات یاد شي.))
د ملګروملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کې د نړۍ د یو شمېرهېوادو له لورې تاسیس شو او افغانستان د دې سازمان له لومړنیو هېوادونو څخه و چې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې به سږکال په نړۍ کې د اقتصادي ودې پرثبات خبرې وشي او دا موضوع به وڅیړل شي چې څرنګه له هغو هېوادو سره چې اقتصاد یې ښه نه دی د ټکنالوژۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې مرسته کیدای شي.
د غونډې برخه وال به همدا راز د طبیعي افتونو د مخنیوي پرلارو چارو وغږیږي.