د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

افغانستان توانیدلی چې د اوزون د قشرد ساتلو لپاره ښه نقش ولوبوي


د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، دا هېواد توانیدلی چې د اوزون د قشرد ساتلو لپاره، د مضرو موادو په له منځه وړلو کې، ښه نقش ولوبوي.

د دې ادارې چارواکو دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د اوزون د ساتلو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت، په یوې خبري ناسته کې وکړې.

دوې وویل، د ګمرکاتو په همکارۍ یې هېواد ته د ډیرو مضرو ګازونو د واردولو مخه نیولې ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي، د اوزون د لایې د خطرد مخنیوي هڅې، د ځمکې د کرې د تودوخۍ سبب شوي دي.

د دې ادارې د چارواکو په خبره، د اوزون قشرچې د مضرو موجوداتو پر وړاندې دفاعي فعالیت کوي، تخریب شوې وه، خو د افغانستان په ګډون د نړېوالو متخصصینو د هڅو په نتیجه کې، بیرته رغیدلې ده.

د دې ادارې مرستیال غلام محمد نیکزاد د چهارشنبې په ورځ د اوزون د ساتنې د نړېوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې ناسته کې وویل، د کلورو فلورو کاربن ګازونه، د اوزون د لایې د تخریب سبب شوي وو، خو افغانستان هڅه وکړه او د دې موادو واردیدل یې منع کړل:

((هغه څیړنې چې په دې وروستیو کې شوي، کوم مواد چې د اوزون دلایې د تخریبولو د مخنیوي لپاره کاریږي، د ځمکې کره یې یوه اندازه توده کړې ده.

اوس متخصصین هڅې کوي چې د دې موادو بدیل پیدا کړي، چې د اوزون لایه هم خوندي وساتي او ځمکه هم توده نه کړي.))

د دې ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې اوزون یوه طبیعي پېړه پرده ده چې له پنځوس کیلومترو څخه نیولی، تر شپیته کیلو مترو پورې د ځمکې پر سطحه خپره ده او ژوندي موجودات د لمر له مضرو وړانګو خوندي ساتي.

څو کاله دمخه ساینس پوهانو د څیړنو په نتیجه کې وموندله چې د اوزون لایه کمزورې او یا سورۍ شوې ده چې دې خبرد خلکو اندیښنې پیدا کړې.

خو د نړۍ متخصصینو د دې خطر د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې او د مانتریال او ویانا کنوانسیونونه یې جوړ کړل.

افغانستان په دوه زره څلورم کال کې د دې کنوانسیونونو غړی شو.

د راپورونوله مخې، د کلورو او فلورو کاربن ګازونه اکثره د یخچالونو، ایرکنډیشنونو او د اسفنج جوړولو په صنعت کې کاریږي.

دا مواد د پوستکي د سرطان او د سترګو د ناروغیو سبب کیږي او د بدن دفاعي توان کمزوری کوي.همدارنګه د کروندو پرفصلونو هم ناوړه اثر پرې باسي.

کارپوهان پر کورنیو تاکید کوي چې د ژمي په موسم کې دې، د خونو د تودولو لپاره، له مضرو موادو څخه کارنه اخلي.د دې کارپوهانو له ډلې شهلا متین ازادي رادیو ته وویل:

((زموږ اکثره ښاریان یا دا چې معلومات یې کم دي او یا دا چې اقتصادي وضع یې ښه نه ده، د کوټو د تودولو لپاره له مضرو موادو څخه کار اخلي، چې دا کارد ډول - ډول ناروغیو سبب کیږي.))

د چاپیریال ساتنې اداره له خلکو غواړي چې د ورځې له پلوه دې په لمر کې د ګرځیدو پرمهال، د لمر ضد کریمونه، عینکې او سپین کالي وکاروي.

کارپوهان وايي، حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې، د خلکو د پوهولو پراخ پروګرامونه پیل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG