د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۸

عبدالله: د نړېوالې ټولنې مرستې د تیرپه څیر په هغه سطح نه پاتي کېږي


اجراییه ریاست وایي، د نړېوالې ټولنې له مرستو څخه د ښې ګټې اخیستنې او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید وړتیاوې لوړې او د کورنیو تولیداتو د سطح پر لوړولو لپاره تمرکز وشي.

عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ د وزیرانو شورا یوې فرعي اقتصادي کمیټې ته وویل چې د نړېوالې ټولنې د مرستو کمیدل یو طبیعي امر دی او ټينګار وکړچې باید د تمویل نورې لارې چارې ولټول شي.

اجراییه ریاست وایې چې لاهم نړېواله ټولنه له افغانستان سره په خپلو مرستو تعهد لري او حکومتي ادارې باید له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي لاسته راوړنې ولري.

عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ د وزیرانو شورا فرعي اقتصادي کمیټې لومړنۍ ناستې ته د وینا پر مهال د کاري زمینو په برابرولو، د کورني تولیداتو د سطحې په لوړولو او د نړېوالې ټولنې د مرستو د کمیدو سره د تمویل په بدیلو منابعو ټينګار وکړ.

ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې اړوندو یو شمېر ادارو او وزیرانو ته وویل، افغانستان ته د نړېوالې ټولنې مرستې به کمې شي او موږباید دا څرګند کړو چې د دغو مرستو د استفادې وړتیا لرو:

((د نړېوالې ټولنې مرستې به د تیرپه څیر په هغه سطح نه پاتي کېږي او دا یوه طبیعي مساله ده نړېوالې ټولنې ته نور لومړیتوبونه پیدا شوي دي، موږ باید په ځان کې دا وړتیا څرګند کړو چې نن ورځ کولای شو له دغو مرستو ښه ګټه واخلو او په دې برخه کې حساب ورکړو د دغو مرستو له کمیدو په هغه صورت کې کولای شو تریوه حده مخنیوی وکړو چې له نړېوالو سره په خپلو کړو ژمنو کې ثابت قدم پاتې شو.))

خو اجراییه رییس مشخص نه کړچې نړېواله ټولنه به خپلې مرستې په کومو برخوکې متمرکزې کړي.

ښاغلي عبدالله وویل، په هېواد کې اقتصادي پراختیا په تیرکال کې ټيت و او د کورنیو عوایدو د لوړولو لپاره باید د مالیې وزارت پروسه ساده پراختیایې پروژو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

اجراییه رییس په اقتصادي برخه کې له اړوندو دولتي ادارو وغوښتل ترڅوخصوصي سکټور پراختیا ته توجه زیاته کړي.

خو په عین حال کې وویل، د ملي وحدت حکومت د کارپه پیل سره د 601 پراختیایې پروژو له جملې څخه چې درول شوې وي اوس 281 پروژو باندې دویم ځلي کار پیل شوی.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له څه مودې راهیسې داسې انتقادونه موجود وو چې حکومت د اقتصادي برخې د پراختیا لپاره هغه ژمنې چې خلکو ته ورکړې وې عملي کړي نه دي.

په عین حال کې د اقتصادي چارو څيړونکې سیف الدین سیحون وایي چې اقتصادي پراختیا امنیت پوری تړلی دی.

نوموړي وویل ترهغې چې امنیت ښه نه شي امکان نه لري چې اقتصاد پراختیا پیدا کړي:

((دوې باید لومړی په هېواد کې د امنیت او ثبات د تامین هڅې وکړي او د دې ترڅنګ باید اقتصادي برخې ته هم پام وکړي، خو د امنیت د تامین پرته اقتصادي وده او تولیدات امکان نه لري، د امنیتي وضعې په خرابیدو سره کورنۍ عواید نورهم کمښت پیدا کوي.))

د ملي وحدت حکومت چارواکي ټينګارکوي چې له خلکو سره به خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

خو افغان څيړونکې وایي چې په تیرو دیارلسو میاشتوکې حکومت خلکو سره چې کومې ژمنې کړې عملي کړي نه دي او خلک په دې حکومت بې باوره شوي دي.

دوي وایې، چې د ملي وحدت حکومت باید د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې چټکې کړي.

XS
SM
MD
LG