د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د اوباما وروستی څرګندونې تاییدوي


د افغانستان د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د امریکا د جمهورريیس بارک اوباما، دا څرګندونې تاییدوي چې په دوه زره پنځه لسم کال کې افغانستان د مخدرو موادو د لویو تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو، په لست کې دی.

اوباما په یوه مکتوب کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې د افغانستان په شمول، د نړۍ دوه ویشت هېوادونه د مخدرو موادو لوی تولیدونکې او صادروونکې هېوادونه دي.

په عین وخت کې د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، له افغانستان سره، د دې مبارزې لپاره د نړېوالې ټولنې مرستې باید په شفافه توګه ولګول شي.

د افغانستان د مخدروموادو پرضد د مبارزې وزارت، د امریکا د متحدوایالاتو د جمهور ريیس اوباما له څرګندونو وروسته وايي چې د دې موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره شوې مرستې، د انجیوګانو له خوا په سمه توګه نه دي لګول شوي او همدا لامل دی چې ښې نتیجې یې نه دي ورکړي.

د دې وزارت مسوولین وايي، له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت یو پالیسي جوړوونکې ارګان دی او په دې برخه کې د شویو مرستو زیاته برخه، د بهرنیو انجوګانو په واک کې وه او همدغو انجیو ګانو لګولې ده.

د دې وزارت یوې مسوولې وحیدې عدالت د سه شنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې د بارک اوباما د څرګندونو په هکله وویل:

((د مخدروموادو د تولید د زیاتوالي یوازینی لامل ناامني ده، په هغو سیموکې چې ناامنه دي، دا مواد زیات تولیدیږي.

بله دا چې دا مبارزه ډیرو امکاناتو او ډیرې بودجې ته ضرورت لري حال دا چې د لازمې مبارزې لپاره، له دې وزارت سره لازم امکانات کم دي.))

میرمن عدالت وویل، د دې وزارت له خوا د مخدروموادو پر ضد مبارزه شوې او نتیجه یې هم مثبته وه خو کافي نه ده.

د امریکا د متحدوایالاتو جمهورريیس بارک اوباما ویلي، په افغانستان کې د مخدروموادو تولید، په نړېوالې ستونزې اوښتی.

اوباما ویلي چې هغه کېمیاوي مواد چې د مخدرو موادو په تولیدولو کې کاریږي چېن یې تولیدوي.

د افغانستان د مخدروموادو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې، په څه باندې دوه لکه څلورویشت زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي چې دا اندازه، د دوه زره لسم میلادي کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

دا وزارت دا هم وایي چې په دوه زره لسم میلادي کال کې شل ولایتونه د کوکنارو له کښته پاک شوی و، خو په وروستیو پنځوکلونو کې په پنځه ولایتونو کې بیرته د کوکنارو کر زیات شو.

کارپوهان په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید زیاتوالی، د دې موادو پرضد د مبارزې ناکامي ګڼي.

د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

((په تیروڅوارلسوکلونو کې د دې مبارزې لپاره کره ستراتیژي په پام نه ده نیول شوې او افغان حکومت هم نه دی توانیدلی چې دا مبارزه اغیزمنه کړي.

اوس حالات دې ته حد ته رسیدلي چې مبارزه پراخه شوې او د نړېوالې ټولنې له مالي او تخنیکې مرستو پرته ناممکنه ده چې ښه نتیجه ورکړي.))

اوباما دا هم ویلي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د راتلونکي کال د اپریل په میاشت کې، د مخدروموادو پرضد نړېواله مبارزه پیل کړي.

کارپوهان تاکېد کوي چې که په دې مبارزه کې نړېواله ټولنه بیا هم له افغانستان سره مرسته ونه کړي، دا مبارزه به نتیجه ورنه کړي.

راپور: خان محمد سیند

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG