د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۵

پوتین: د داعش له پرمختګ سره د افغانستان وضعيت مخ په خرابېدو دی


د روسيې ولسمشر وايي: د اسلامي دولت ډلې له نفوذ او پرمختګ سره د افغانستان وضعيت مخ پرخرابېدو دی.

ولاديميرپوټين نن د ګډ امنيتي تړون د سازمان په غونډه کې د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې وويل چې د شوروي اتحاد په دغه پخواني هېواد کې تهديدونه مخ پر زياتېدو دي.

د روسيې ولسمشرپه افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د غړیو د تهديدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ولادیميرپوټين په دې باوردی چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلوسره د دغه هېواد امنيتي وضعيت ډېر خراب شوی دی:

((په افسوس سره، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وضعيت مخ پر خرابېدو دی.

د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې د تروريستانو او سخت دريځو د نفوذ خطر زيات شوی دی.

خطر مخ پر زياتېدو دی ځکه چې د نورو ډلو په ګډون اسلامي دولت سخت دريځه ډله د افغانستان په خاوره کې خپل نفوذ زياتوي.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې فعالیت له عراق او سوريې دباندې پراخ شوی دی.))

د روسيې د ولسمشرپه وينا، له افغانستانه د دې هېواد ګاونډي هېوادونو ته د سخت دريځو ډلو او تروريستانو د اووښتو احتمال زيات شوی دی.

پوټين په خپله نننۍ وينا کې ظاهراً له تاجکستان سره خپله اندېښنه شريکه کړه چې د افغانستان په ګاونډ کې موقعيت لري.

تاجکستان د روسيې، قرغزستان، قزاقستان، ارمنستان او بيله روس په ګډون د ګډ امنيتي تړون د سازمان دايمي غړی هېواد دی او سربيا او افغانستان په دې سازمان کې د ناظر رول لري.

ولادیمير پوټين وايي، ډېری تهديدونه او اندېښنې ځکه څرګندي شوي چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله د افغانستان په خاوره کې دننه په فعالیت بوخته ده.

د ده په وينا، تروريستانوخلک له بې وزلۍ او ګډوډۍ سره مخامخ کړي دي.

د روسيې ولسمشر وويل چې د نړېوالو هېوادونو له پروګرامونو څخه يو د کوکنارو د کر پر وړاندې مبارزه وو خو د ده په وینا، د نشه موادو پر وړاندې په مبارزه کې د نړېوالې ټولنې هڅو مثبته نتيجه نه ده ورکړې.

ده د کوکنارو کر، د مخدره موادو تولید او منځني ختيځ هېوادنو ته يې قاچاق د يوه مخ پر زياتېدونکي تهديد په نامه وبلل.

له دې سره چې روسيه او د منځني ختيځ هېوادونه افغانستان په دغو هېوادو کې د مخدره موادو د زياتېدو لامل ګڼي، خو افغان حکومت بيا بیا ويلي چې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه په خپله د مخدره موادو لوی پلورونکي دي.

د افغانستان د حکومت په وينا د دې ستونزې د حل لپاره ګډې سيمه يېزې مبارزې ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG