د افغانستان د مشرانو جرګې رییس د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د فاریاب او سرپل په څير ننګرهار ته هم د وسله والو د ځپلو لپاره سفر وکړي.
په داسې حال کې چې په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو او داعش ډلې فعالیتونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي؛ د مشرانو جرګې رییس وایي؛ حکومت باید د ننګرهار ولس له دې ستونزو وژغوري.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمیار د یکشنې ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ د جمهور رییس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم باید د فاریاب او سرپل په څیر ننګرهار ته هم سفر وکړي:
((شپږ میاشتې کیږي چې د ننګرهار خلک حلالیږي؛ زه وکیل یم دا د جنرال دوستم دنده ده چې ننګرهار ته ولاړ شي؛ خپل مسوولیت ادا کړي، موږ یې د ورور په څير ترڅنګ ولاړ یوو؛ بیا هم وایم چې دا زموږ مسوولیت نه دی بلکې دا د نظام مسوولیت دی؛ زموږ انتقاد هم همدا دی چې زموږ نه ګټه واخلئ راشئ او یا موږ ته امکانات په لاس کې راکړئ؛ لږترلږه نیمایي امکانات په واک کې راکړل شي بیا داعش څه کاره دی چې په ننګرهار کې ټينګیږي.))
ښاغلي مسلمیار هغه راپورونه هم رد کړل چې د ده په حواله په کې لیکل شوي وو چې د فاریاب او سرپل ولایتونو عملیات بې ګټې دي.
مسلمیار وویل چې په دې اړه یې خبرې د یوشمېر رسنیو له خوا تحریف شوي دي.
په ننګرهار کې د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د دې ولایت د اچين ولسوال ویلي چې داعش ډلې د اچين ولسوالۍ اړوند؛ ډیورنډ کرښې ته نږدې په غرنۍ سيمه کې درې زندانونه فعاله کړي چې شاوخوا ۱۲۷ تنه په کې بنديان دي.
څه موده وړاندې د ختیځو ولایتونو مشرانو او په ملي شورا کې د دې ولایتونو غړو له حکومته وغوښتل چې په ننګرهار کې د امنیت ټینګښت ته کار وکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم وویل؛ که حکومت په ننګرهار کې د داعش په وړاندې اقدام ونه کړي؛ خپله دی به خلک سره راټول او د داعش په وړاندې به ودریږي.
بل خوا د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي ازادي راډيو ته وویل؛ ښاغلی دوستم چمتو دی چې هر هغه ولایت ته ولاړ شي چې ورته اړتیا وي.
((جنرال صیب دوستم د ملي وحدت حکومت د یوه اساسي ستن په صفت نه یوازې ننګرهار بلکې هر ځای چې اړتیا احساس شي؛ له شک پرته به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي؛ خو دا تړاو لري د ارګ او امنیت شورا پریکړو ته چې دا ټول موارد وڅيړل شي.))
که څه هم دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست له دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د داعش په وړاندې د عملیاتو خبره کړې وه؛ خو د ننګرهار خلک وایي چې دې عملیاتو ښه نتیجه نه ده ورکړې.
دا مهال ویل کیږي چې د تېرا له لارې د ننګرهار بېلابېلو برخو ته په پراخه کچه داعش ته اکمالات را روان دي او دا وسلې په مستقيمه توګه د پاکستان له خوا ورکول کیږي.
خو د چارو څيړونکي وایي، که چېرې د دې وسله والو مخه ونه نیول شي؛ نو دوی د خپل فعالیت لپاره د پراخو ساحو د نیولو پلان لري.
راپور: ناجیه ساپۍ