د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

خپلواک: د پکتیا د پټان جګړه د پاکستان او افغان ځواکونو ده

د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې څلور ورځې مخکې پيل شوې جګړه لاهم روانه ده، په دې جګړه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ وسلوالو ته هم ګڼه مرګ ژوبله اوښتې او چارواکي وايي چې روانه جګړه پاکستاني استخباراتي شبکه ای اېس ای رهبري کوي.

د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې، د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته څلورمې ورځې ته هم ورسېده.

په ګردېزکې د سوېل ختيځ زون لپاره د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان عبدالبصير خپلواک وايي، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره يې تېره ورځ د ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي دي او لا هم جګړه روانه ده.

نوموړی زياتوي، چې په دې جګړه کې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ نږدې ۷۰ تنه وسلوال وژل شوي او ډېر يې ټپيان کړي دي:

”وروستي معلومات دا دي، چې اردو، کمانډو او سرحدي ځواکونه له درې خواوو، په وسلوالو راتاو شوي او عمليات پيل دي، موږ د فعلاً لپاره پينځه شهيدان او اته زخميان دي او موږ ته چې د محل څخه معلومات رارسيدلي دي، وسلوالو ته د سلو په شاوخوا کې مرګ ژوبله اوښتې ده، تر ۷۰ وژل شوي او د ۳۵ په شاوخوا کې ټپيان دي“

خپلواک دا هم وايي، په دې جګړه کې چې د پټان په مقبلو سيمه کې پيل شوې، تر اوسه پورې د وسلوالو په ملاتړ د پاکستاني ځواکونو ونډه هم معلومه ده او په ښکاره ډول د دوی د معلوماتو له مخې پاکستاني ځواکونه په جګړه کې برخه اخلي:

”هغه معلومات چې موږ يې لرو د ۵۰۰ مسلح وسلوالو څخه زيات او د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د ملېشه ځواکونو په لباس کې پاکستاني پوځونو زموږ په پوستو لومړی په سقيله سلاوو بريدونه پيل کړل او موږ ناګزير شو، چې هغه ځای څخه شاته راشو او څو پورې تلفات ونه وينو، زموږ د معلوماتو له مخې اوس دوی همغلته په غوز ګړي کې چې سابقه هلته زموږ د مجاهدينو سنګرونه وو، د دوی مشران ناست دي او د جنګ رهبري کوي او له هغه ځايه مستقيمه قومنده ورکوي، خپله ای اېس ای دی پکې، پرون هم چې موږ ته معلومات رسېدلي دي، د ټل له لارې د دوی کانتنري بار موټر د جنګ ساحې ته راغلي دي، نو دغه جنګ زموږ او د طالبانو نه دی، په دې جنګ مستقيماً پاکستاني ځواکونه او ملېشې شاملې دي“

د ډنډې پټان ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايي، چې په سيمه کې دوه قرارګاوې سوځېدلې،درې پوستې سيف الله، پشو غار او خيبر پوستې د نښتې پرمهال د وسلوالو لاسته ورغلې او ځينې نورې پوستې هم تر لوړ تهديد لاندې دي او د جګړې له پيله تر اوسه پورې يو شمېر سرحدي پوليس هم نادرکه شوي دي.

وسلوالو طالبانو رسنيو ته په استولي پيغام کې څرګنده کړې، چې په جګړه کې دوی يوه لويه قرارګاه سوځولې،په زياته اندازه مهمات يې لاسته ورغلي او په ډېر شمېر کې سرحدي پوليس يې وژلي هم دي.

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG