د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

هنګري:د "N 1" تلویزون خبریاله له دندې ګوښه شوه


هنګري د یوه شخصي ټلویزیون [N 1] خبریاله د سه شنبې په ماښام، د داسې یوه دلیل پراساس له خپلې دندې لرې شوه چې پر انټرنټ یې غوغا جوړه کړې ده.

دا خبریاله د هنګري او سربیا یوې سرحدي سیمې ته تللې وه څو د ورغلو غیر قانوني کډوالو په اړه ویډيويي رپوټ جوړکړي خو له سیمې په ویډيوګانوکې داسې پيښه خلکو ولیده چې ښايي دې هنګري خبریالې یې ښايي هیڅ کله هم تصور نه وو کړی.

په دې ویډيوګانو کې څرګندیږي چې دا خبریاله، یوه نارینه کډوال ته چې ماشوم یې په غیږکې او له پولیسو په تیښته کې دی، خپله پښه ږدي او هغه په ځمکه را غورځوي.

دا ویډیو پر فیس بوک، ټویټر، یوټیوب او نورو انټرنټي پاڼو هم خپره شوه.

https://www.youtube.com/watch?v=iOkLNQlAO6M

په یوه بله ویډيو کې لیدل کیږي چې دا هنګرۍ خبریاله، یوه کډواله ماشومه په لغته وهي او په ځمکه یې را غورځوي.

د پيښې له ځايه د ویډیوګانو ترخپریدو وروسته، د هنګري [N 1] ټلویزیون یوه کارکونکي په یوه خبرپاڼه کې وویل:

((د دې ښځې د کار قرارداد لغوه شوی او نن له دندې ایستل شوې ده.))

د هنګري یو شمېرخبري اژانسونه وايي، دا خبریاله چې له ورغلو غیر قانوني کډوالو سره یې له کرکې ډک چلند کړی، پترا لزلو نومیږي.

د [پترا لزلو خجالت پاڼه] په نوم پرفیس بوک هم یوه پاڼه جوړه شوې چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلکو لیکنې ورباندې کړې او د هنګرۍ خبریالې دا کار یې په شدت غندلی دی.

XS
SM
MD
LG