د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

اجرایه ریاست: په راتلونکو میاشتو کې به د هېواد امنیتي حالت ښه شي


د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي؛ په راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان امنیتي حالت ښه شي.

د حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند پرون (سه شنبه) ازادي راډیو ته وویل؛ د کابل او نورو ولایتونو د امنیت د ښه کولو لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

حکومت په داسې حال کې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو خبرې کوي چې د ملي شورا یو شمېر غړو په وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله شدیده اندېښنه څرګنده کړه او حکومت ته یې ضرب الاجل ورکړ.

ولسمشر غني پرون د ملي امنیت په شورا کې؛ د افغانستان د امنیتي ادارو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د امنیت د ښه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي؛ امنیتي چارواکو په پرونۍ غونډه کې؛ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پوځي عملیاتو د بریالیتوب یادونه هم وکړه.

په غونډه کې وویل شول چې د ننګرهار په حصارک؛ شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې د حکومت زیات شمېر وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د حکومت اجراییه ریاست ډاډ ورکوي چې په څو راتلونکو میاشتو کې به امنیتي حالت په ټول افغانستان کې ښه شي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند، جاوید فیصل پرون ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل:

((د افغانستان حکومت هڅې کوي چې ټول هغه کارونه چې د امنیت له ښه کېدو سره مرسته کوي؛ ترسره کړي. موږ ډاډ لرو چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې حملې کمې او امنیت به ښه شي.))

اوسمهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي.

خو د ملي شورا یوشمېر استازي وايي چې افغان حکومت باید د امنیت د ښه کولو لپاره تدابیر جدي کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، محمد علم ایزیدیار وویل:

((امنیت ته پام کول ډېره جدي مساله ده او په دې اړه باید ټینګ ګامونه واخیستل شي.))

د ملي شورا یو شمېر غړي حکومت ته خبرداری ورکوي چې که د امنیت د ښه کولو لپاره جدي اقدام ونه کړي؛ په انفرادي توګه به فعالیت پیل کړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وویل:

((موږ به له حکومته د لوی اختر تر ۱۵ د جدي امنیتي تدابیرو تمه لرو او که چېرې حکومت بریالی نه شو چې تر ټاکلې نېټې جدي اقدام وکړي؛ خلک به له خپلو امکاناتو کار واخلي او په خپله به د جګړې ډګر ته را ووځي او زه حاجي ظاهر له خپلو خلکو سره ولاړ یم او له همدې ځایه د داعش پر ضد جنګ اعلانوم.))

د افغانستان پر حکومت نیوکه کې کیږي چې د هغو سیمو د ساتلو لپاره منظم پلان نه لري چې د پوځي عملیاتو په پایله کې له وسله والو طالبانو نیول کیږي.

داسې ګڼل کیږي چې یو شمېر سیمې چې افغان حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو نیسي؛ د منظمو پلانونو د نشتوالي له امله، بېرته سقوط کوي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رییس افضل امان دا خبرې ردوي او وايي:

((زه فکر نه کوم چې هغه سیمې چې موږ له وسله والو طالبانو نیسو؛ بېرته د هغوی لاس ته لویدلې وي. هغوی په غلا ځیني سیمو ته تګ – راتګ کوي. موږ تر هغو چې له امنیته ډاډمن نه شو؛ سیمې نه تخلیه کوو.))

خو یو شمیر رپوټونه وايي، د فاریاب ځیني ولسوالۍ لکه قیصار او المار چې په پوځي عملیاتو کې تصفیه شوې وې؛ بېرته د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې دي.

XS
SM
MD
LG