د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې نن سهار راهيسې د سرحدي پوليسو په پوستو د وسله والو له لوري بريدونه پيل شوي او د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه لاهم دوام لري.
په پکتيا کې د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان جنرال عبدالبصير خپلواک وايي چې سهار څلور بجې د وسله والو له لوري د دوی په پوستو بريدونه پيل شوي او تر دې دمه هم له وسله والو سره جګړه روانه ده.
نوموړی وايي سيمې ته يې مرستندوی ځواکونه لېږلي او تراوسه نه ده ورته معلومه چې په روانه جګړه کې څومره تلفات او زيانونه لري:
((د دښمن له لوري نن سهار ۴ نیمې بجې جنګ شروع شوی دی،تراوسه پورې موږ ته په دواړو لوريو کې تلفات او ضايعات نه دي معلوم،جنګ شديد روان دی اووروسته به معلوميږي چې دښمن څومره تلفات لري او زموږ زيان څه دی، له دې ځای، څخه موږ کومکونه لېږلي دي او هرڅه به وروسته معلوم شي.))
نوموړی زياتوي چې په دې جګړه کې د دوی د معلوماتو له مخې په مستقيم ډول پاکستاني ملېشه ځواکونه برخه اخلي:
((واقعيت خبره دا ده چې پخوا موږ ته څومره معلومات راتله د ۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې وسله وال يې د دې لپاره تيار کړي وو چې په دې پوستو بريد وکړي او موږ هم تدابير نيولي وو چې د دې جګړې مخه ډب کړو، او قرار د معلوماتو چې موږ ته رارسيدلي دي، په دې جنګ کې مستقيماً پاکستانۍ ملېشه ځواکونه په جنګ اخته دي او د خلکو د سترګو ليدلی حال دی، چې په دې جنګ کې ملېشه هم شريکه ده.))
د دې پېښې په اړه د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي دي چې د افغان ځواکونو په اوو پوستو يې يو ځای بريدونه پيل کړي چې ټولې يې نيولې او ۱۱ تنه يې وژلي اوه يې ټپيان کړي او دوه تنه يې له ځانه سره بيولي دي او په زياته اندازه مهمات يې لاسته ورغلي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې تردې وړاندې هم د پټان په سرحدي پوستو بريدونه شوي او په پايله کې يې ولس د حکومت په ملاتړ راوتلی او د دغو بريدونو مخه يې ډب کړې.
راپور- داود تپان – پکتيا