د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

فابیوس: هنګري په اروپا کې رایجو ارزښتونو ته درناوی نه کوي


د فرانسې او جرمني جګپوړو چارواکو د ختیځې اروپا له هېوادونو غوښتي دي چې اروپا ته له روانو کډوالو سره دې ښه چلند وکړي.

زرګونه کډوال چې افغانان هم په کې دي اروپايي هېوادونو ته د تلو په تمه له سختو لارو تېرېږي او اکثرا د لارو په اوږدو کې له ناوړه چلند سره مخامخ کېږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرلوران فابیوس د ختیځې اروپا هېوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو په برخه کې د ډېرو سختو قوانینو په پلي کولو تورن کړل.

فابیوس په خاص ډول پرهنګري سخت انتقاد وکړ ویې ویل چې دې هېواد د کډوالو په وړاندې د خنډونو په رامنځ ته کولو سره اروپايي ارزښتونه له سوال سره مخامخ کړي دي:

((هنګري په اروپا کې رایجو ارزښتونو ته درناوی نه کوي. نو ځکه اروپايي چارواکي باید له هنګري چارواکو سره جدي او کلکې خبرې وکړي.))

د راپورونو له مخې د هنګري پوځ د کډوالو د مخنیوي لپاره له سربیا سره د دې هېواد د ۱۷۵ کیلومتره ګډې پولې په اوږدو کې د اغزن سیم لرونکي دېوال د جوړولو په حال کې دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ځینو هغو کسانو څرګندونو چې دې پناه غوښتونکو کډوالو ته د جنس او مال په سترګه ګوري دی سخت خواشینی کړی دی.

فابیوس وویل، باید پوه شو چې کډوال هغه نارینه، مېرمنې او ماشومان دي چې سخت ځورېدلي او په عین حال کې هېلې او امېدونه هم لري.

د جرمني د حکومت ویاند ستیفن زایبرت هم پرون په اروپا کې له کډوالو سره د لا زیاتې خواخوږۍ او د ده په وینا د کډوالو د منصفانه منلو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل چې جرمني او د ګوتو په شمار څو هېوادونو ته تر ټولو زیات کډوال مراجعه کوي.

اټکل کېږي چې جرمني ته به سږکال شاوخوا اته لکه کډوال ولاړشي اوځکه د دې هېواد حکومت د دې بحران د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د جرمني، فرانسې او برتانیا د کورنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د اروپا جنوب ته د رسېدلو کډوالو د کارونو د لاښه ترسره کولو پر اړتیا ټینګار کړی. دوی له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د غیرقانوني کډوالو د پراخېدونکي بحران د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

په بیان کې ټینګار شوی چې د روان کال ترپایه په ایټالیا او یونان کې د دې کډوالو د نوم لیکنې او د ګوتو د نښان د ثبتولو بهیر باید په سم ډول پرمخ ولاړ شي.

په روان کال کې زرګونه کډوال چې اکثرا له افغانستان، بنګلدېش او سوريې څخه اروپايي هېوادونو ته ځي، د دې سفر په ترڅ کې مړه او یا تري تم شوي دي.

XS
SM
MD
LG