د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۳

وزیري:د بهرنیو تروریستانو د مشرانو وژنه کورني وسله وال کمزوري کوي


په کندز کې د جندالله ډلې د مشر تر وژنې وروسته د دفاع وزارت وايي؛ دا ډول پېښې به په افغانستان کې بهرني او کورني وسله وال کمزوري کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل؛ د مخالفینو همدا مشران په افغانستان کې د امنیت په ګډوډولو کې ډیر رول لري.

((کله چې دغسې تروریستان وژل کیږي چې دا زموږ د سرتیرو پر مورال باندې ښه تاثیر کوي. کله چې د دوی مشران وژل کیږي د هغوی تاثیر ډیر زیات دی. دوی کمزوري کیږي او مرکزونه یې له منځه ځي.))

د ښاغلي وزیري د معلوماتو له مخې دا مهال د طالبانو تر څنګ؛ یو شمېر بهرنیان لکه پنجابیان، عرب، چچین، ازبک، اویغور او نور وسله وال د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې فعالیت لري.

په تازه پيښه کې د دوشنبې په ورځ د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د جندالله ډلې قومندان غلام حضرت د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې له خپلو دریو ملګرو سره ووژل شو.

جندالله ډله د ازبکستان د اسلامي غورځنګ سیاسي او پوځي برخه ده چې مخکې یې له القاعده سره اړیکې لرلې خو له یوه کال راهیسې داسلامي دولت یا داعش ډلې سره یو ځای شوې ده.

دغه ډله په پاکستان، د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو او د ازبکستان او تاجکستان تر منځ سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

په عین حال کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون مشر همایون همایون وايي؛ د دغو وسله والو وژنه ځکه ډېره ګټه نه لري چې پر ځای یې نور وسله وال روزل کیږي او خپلو ورانکارو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د چارو کارپوه امرالله امان بیا وايي؛ هر کله چې په افغانستان کې د بهرنیو تروریستي ډلو کوم مشر وژل کیږي؛ نو تاثیر به یې پر پلویانو دومره ډير وي چې آن دغه وسله وال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.

((کله چې دوی وژل کیږي د هغوی ډلې هم حپله روحیه له لاسه ورکوي او هغه افغانان چې د پيسو په مقابل کې له دوی سره وي؛ نو هغوی هم د سوق او ادارې په له لاسه ورکولو سره ضعیفه کیږي.))

کارپوهان وايي، د سیمې او نړۍ یو شمیر هیوادونه خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره وسله وال روزي او افغانستان ته یې لیږي.

دغه کارپوهان همدا راز وايي، چې د بهرنیو وسله والو خاصتا د هغوی د مشرانو وژنه به تر یو بریده د بهرنیانو د مداخلو مخه هم و نیسي.

XS
SM
MD
LG