په کندز کې د جندالله په نوم د وسله والې ډلې یو سیمه ییز قوماندان د بې پيلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو.
د کندز د والي ویاند پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل؛ د وسله والو دا قوماندان قاري غلام حضرت نومیږي چې په سیمه کې په ابو حذیفه هم مشهور و.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، جندالله د سني وسله والو ډله ډه چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې په پاکستان کې د خپل فعالیت اعلان وکړ.
په چهاردره کې د بې پيلوټه الوتکو په دې حمله کې پرون مازدیګر د جندالله ۳ نور قوماندان قاري دین محمد، قاري ستار او قاري جمعه هم وژل شوي دي.
د کندز د والي ویاند عبدالودود واحدي ازادي راډیو ته وویل:
((دا عملیات پرون مازدیګر د چهاردره ولسوالۍ د پل رحمت باي په سیمه کې شوي چې په کندز کې د جندالله عمومي قوماندان غلام حضرت، په کې ووژل شو.۳ بهرني وسله وال چې د ازبکستان اتباع دي هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي. دوی داعش ته د بیعت کولو لپاره راغلي وو چې د بې پيلوټه الوتکو په مرسته وویشتل شول.))
په کندز کې د جندالله په نوم د وسله والې ډلې عمومي قوماندان او د هغه ملګري؛ د ناټو او امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د کندز د والي ویاند وايي، د جندالله په څېر وسله والو ډلو له تیر یوه کال راهیسې په کندز فعالیتونه پيل کړي چې په وروستیو کې یې نفوذ زیاتو سیمو ته پراخ شوی دی.
عبدالودود واحدي ازادي راډیو ته وویل؛ په دې ولایت کې د بهرنیو وسله والو بیلا بیلې ډلې فعالیت لري.
په کندز کې د دې ډلو د غړو دقیق شمېر نه دی څرګند خو د والي ویاند وايي؛ تر ډیره حده په امام صاحب، دشت ارچي، چهاردره او ګورتیپه ولسوالیو کې فعالې دي.
((موږ ته د رسیدلو رپوټونو پر اساس؛ په کندز کې د ازبکستان اسلامي تحریک، د جندالله ډله، القاعده او وسله وال طالبان فعالیت لري.))
خو د کندز د والي ویاند وویل، په دې ولایت کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې، داعش د فعالیت د څرنګوالي په اړه زیات جزیات نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون په کندز کې د جندالله د دې قوماندان د وژل کیدو په اړه په خبرپاڼه کې وویل:
((ابوحذیفه په کندز کې د وسله والو د یوې لویې ډلې رهبري کوله او د ګڼ شمېر خلکو په وژلو کې یې لاس درلود.))
د جندالله ډلې تر اوسه په کندز کې د دوی د سیمه ییز مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.