د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

بريتانيا تر ٤ کلن ځنډ وروسته په تهران کې خپل سفارت پرانيست


د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند په تهران کې د خپل هېواد سفارت تر څلورکلن ځنډ وروسته بيا پرانيست.

څلور کاله مخکې ايراني مظاهره چيانو د سفارت پر ودانۍ يرغل وروړ او دغه سفارت يې تړلو ته اړ ايست.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند نن د تهران په مرکزي برخه کې د خپل سفارت په ودانۍ کې د خپل هېواد د بيرغ په اوچتولو سره د سفارت بيا پرانيستنه اعلان کړه.

د سفارت بياپرانيستنه د تهران او لوېديځ ترمنځ د اړيکو ښه کېدو په لار کې يو تاريخي ګام بلل کېږي.

ټاکل شوې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره نن په يوه ګډ کنفرانس کې هم برخه واخلي.

فيليپ هاموند تهران ته تر روانېدو مخکې په لندن کې په يوه اعلاميه کې وويل؛ له ٢٠١١م کال وروسته چې په تهران کې د بريتانيا پر سفارت يرغل وروړل شو؛ له ايران سره يې د هېواد اړيکې ښې شوي او په پام کې ده په لندن کې د ايران سفارت هم نن پرانيستل شي.

هاموند ويلي د دواړو هېوادونو سفارتونه به د شارژدافيرانو په کچه فعاليت ولري؛ خو په څو مياشتو کې به د سفيرانو پر ګمارلو هم پرېکړه وشي.

وروسته له هغې چې په ٢٠١١م کال کې يوه ډله پارېدلو کسانو په تهران کې د بريتانيا پر سفارت يرغل وروړ او د سفارت وسايل يې لوټ کړل؛ بريتانيا په ځواب کې په تهران کې خپل سفارت وتاړه او له لندنه يې ايراني ډيپلوماتان وايستل.

دواړه هېوادونه خپل سفارتونه په داسې حال کې پرانيزي چې ايران او د نړۍ شپږ لوى قدرتونه د تهران پر اټومي پروګرام تېره مياشت موافقې ته ورسېدل؛ د دې موافقې له مخې به پر ايران لګېدلي نړيوال بنديزونه ګام په ګام ليرې شي.

XS
SM
MD
LG