د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم ملکروریانو په سیمه کې انتحاري حمله مرګ ژوبله هم لري.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې حمله د بهرنیو اتباعو پر موټر شوې؛ خو ملکیانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
حمله نن څلور بجې او شل دقیقې د شینوزاده روغتون مخې ته وشوه او داسې ښکاري چې د موټر بم په وسیله شوې ده.
تراوسه د کابل امنیتي چارواکو د دې حملې په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.
بل خوا د وزیر اکبرخان روغتون موظفو ډاکترانو د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې په حمله کې څلور کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ویل کیږي په وژل شوو کې یو بهرنی تبعه هم شامل دی.
تراوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی اخیستی.
پخواني معلومات:
د کابل د نهمې حوزې اړوند د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.
لومړني راپورونه وایي چې دا انتحاري حمله ده او په څلورم مکروربیان کې د شینوزاده روغتون ته څېرمه شوې ده.
دې سیمې ته د غوڅ ملاتړ ماموریت قومنداني او د ملي امنیت ریاست هم نږدې پراته دي او سیمې ته نږدې د خطر زنګونه هم اورېدل کیږي.
د ازادي راډيو خبریال د پیښې سیمې ته روان شوی او تاسو ته به وروسته جزیات وړاندې کړي.