د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې افغان سفير احضار کړى او په دې وروستيو کې يې د افغان دولت او افغان رسنيو له خوا پر دې هېواد د لګېدلو تورونو او د روانې مياشت په ١٦ او ١٧مه پر پوله د خپلو درېو ملېشه ځواکونو د مړينې له امله ورته احتجاج کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان سفيراحضار او د هغو اتو تنو افغان سرحدي ځواکونو د وژنې له امله يې ورته احتجاج کړى و، چې د دوشنبې په ورځ په کونړکې د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو د انداخت له کبله ووژل شول.
د پاکستان د بهرنيوچارو وزارت په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د چهارشنبې په ورځ يې په اسلام اباد کې افغان سفيرجانان موسى زى احضارکړى او د افغان دولت او رسنيوله خوا يې د تورونو او پر ډيورنډ کرښه د خپلو درېيو مليېشه ځواکونو د وژنې له امله ورته سخت احتجاج کړى.
د بهرنيو چارو د وزارت خبرپاڼه کاږي:
((د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر اعزازاحمد چوهدري افغان سفير ته ويلي چې دا ډول تورونه به د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکيو او هغه باور ته زيان ورسوي، چې دواړه هېوادونه يې له تيرې څه مودې راهيسې د ودې لپاره سختې او پرلپسې هڅې کوي.))
د دغه وزارت چارواکيو همدا رازد افغان دولت هغه تورونه رد کړي چې وايي پاکستانيو پوځيانو په کونړکې پر افغان ځواکونو ډزې کړي او ٨ سرتېري يې وژلي او زياتوي:
((د پاليسۍ له مخې، پاکستاني ځواکونه جګړه نه پيلوي، بلکې يواځې د ځانه د دفاع په صورت کې جګړه او ډزې کوي.))
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستيو کې پر پوله تاوترېخوالى د پخوا په پرتله زيات شوى چې په نتيجه کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بلې خوا د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېرکارپوهان د پاکستان و افغانستان ترمنځ په دې وروستيو کې پر يو بل بې باوره کېدل د دواړو هېوادونو لپاره زيانمن بولي او ټينګار کوي، چې دواړو هېوادونو مشران دې موجودې ستونزې د خبرو اترو له لارې اواري کړي.
د سياسي چارو کارپوه مشتاق يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې په سيمه کې ځينې قوتونه نه غواړي چې د افغانستان و پاکستان اړيکي ښې شي، همدا لامل دى، چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي:
((د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې کوم دا تاوتريخوالى راغلى دى، نو ددې تر شا څه واقعات او وجوهات دي. زما په خيال د دواړو هېوادونو مشرانو له پکار دي، چې دوى هغه محرکات وګوري، هغه واقعات وګوري، چې د هغې وجې باندې دا کړکېچ راغلى دى.
نو که دغه شان د يو بل سفيران راغواړي او د يو بل د سرحدونو خلاف ورزي کېږي، نو زما په خيال دې سره به مشکلات نور هم زيات شي. داسې خلک د پولې دېخوا او اخوا دواړو کې شته، چې هغوى دا غواړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې کوم تعلقات ښه کېده، دا فاصلې سېوا کړي، دا تاوتريخوالى سېوا کړي.
اوس د دواړو ملکونو د مشرانو دا ذمه واري جوړېږي، دا حقيقت ومني، چې دا مشکلات دلته شته، نو پکار دي، چې دوى يو بل سره کېني او دا کوم کړکېچ چې رامنځته شوى، ددې د حل کولو لپاره څه لاره وګوري.))
که له يوې خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دا هېواد به له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ ته دوام ورکړي او هيله يې څرګنده کړې، چې افغانستان به په راتلونکي کې پر پوله د دا ډول پېښو مخنيوى وکړي او له پاکستان سره به يوځاى د دوه اړخيزو اړيکيو د پراختيا لپاره کار وکړي.
خو له بلې خوا بيا افغان دولت بيا وايي، چې پاکستاني پوځيان له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهيسې د افغانستان په یو شمېر سرحدي ولایتونو راکټي بريدونه کوي، چې په نتیجه کې یې په لسګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او بې ځایه شوي دي.
که څه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه اقداماتو په غبرګون کې څو ځلي د پاکستان سفیر احضار کړی، خو د دغه وزارت د چارواکيو په وینا، تر دې دمه يې لا کومه مثبته نتیجه نه ده ترلاسه کړې.
راپور: ذبيح شفق