د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

افغانستان او پاکستان باید له پولیو سره مبارزه پياوړې کړي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان او پاکستان باید د پولیو له ویروس سره مبارزه پياوړې کړي.

دې سازمان پرون (دوشنبه) وویل؛ د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د کډوالو او هغو کسانو چې بهرنیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي؛ پلټنه زیاته کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو کمیټې خبرداری ورکړ چې افغان حکومت نورو هیوادونو ته د تګ راتګ پرمهال د خلکو د واکسین اسناد نه ګوري.

دا اداره وايي چې هغه کسان چې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ د دې هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کې مجبور نه دي چې د واکسین سند ښکاره کړي.

د روغتیا د نړېوال سازمان خبرپاڼه د واکسین پر کارکونکود وسله والو طالبانو حملو ته په اشاره وايي:

((په کندهار کې د واکسین د کمپاینونو په اړه موجود شک؛ په نړېواله کچه د پولیو د خپرولو خطر زیات کړی دی.))

د روغتیا د نړېوال سازمان ویاندې سونا باري ویلي؛ افغانستان او پاکستان د نړۍ وروستي دوه هېوادونه دي چې د پولیو د ویروس له امله د کوچنیانو د فلج تازه پيښې په کې ثبت شوې دي.

د سرچینې په حواله، روان کال په پاکستان کې د ګوزن یا فلج ۲۹ او په افغانستانه کې ۷ تازه پيښې لیدل شوي دي.

دا اداره وايي، هغه افغانان او پاکستانیان چې د پولیو د واکسین اسناد نه لري؛ باید د ځمکې، هوا او سمندر له لارې بهرنیو هیوادونو ته له سفره منع شي.

د پولیو پر ضد د روغتیا د نړېوال سازمان د مبارزې د پروګرام مشر؛ اولیفر روزنباور په وروستیو کې پاکستان او افغانستان ته په اشاره وویل:

((موږ نه غواړو چې د پخوا په څېر، په دې هېوادونو کې د بل شوي اور لمبې د نړۍ نورو برخو ته خورې شي.))

د پولیو د ویروس پر ضد واکسین په ۱۹۵۰ میلادي کال کې وموندل شو.

د پولیو ضد واکسین تر کشف مخکې به دې ویروس چې د کوچنیانو پر عصبي سیسټم حمله کوي؛ هرکال د نړۍ ګڼ شمېر انسان په ګوزڼ یا فلج اخته کول.

د پولیو ویروس په چټکۍ خپريدلای شي.

په داسې جګړه ځپلو سیمو کې چې روغتیايي امکانات کم وي او خلک له یوه ځايه بل ځاي ته کډه کيږي؛ د دې ویروس د خپرېدو امکانات ډېر زیات دي.

د روغتیا نړېوال سازمان اټکل کوي چې که په نړۍ کې د پولیو د ویروس له منځه ولاړ شي؛ په راتلونکو ۲۰ کلونو کې لږترلږه ۵۰ ملیارده ډالر وسپموي.

خو که چیرې دا مبارزه ناکامه شي؛ په راتلونکې یوه لسیزه کې به د مثبتو پېښو شمېر 200000 دو لکو ته لوړ شي.

XS
SM
MD
LG