د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د مستوفیتونو او ګمرکونو مسولینو ته د ماليې وزیر خبرداری


د افغانستان د ماليې وزیر د ټولو مستوفیتونو او ګمرکونو مسولینو ته خبرداری ورکړ چې د تعین شوي عوایدو د نه پوره کیدو په صورت کې به یې له دندو ګوښه کړي.

اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د هېواد د څلوردیرش ولایتونو مستوفیتونو او ګمرکونو چارواکو ته په یوه غونډه کې وویل چې په خپل ځان د بسیاینې لپاره دا اړین کار دی.

د بهرنیو مرستو له کمیدو سره افغان چارواکي هم اوس جدي شوي او د هر ولایت ګمرکونه مسول ګرځول شوي چې د ماليې وزارت له خوا د عوایدو ټاکل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان د مالیې وزیرد دوشنبې په ورځ د هېواد د ټولو ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو چارواکو ته په یوه غونډه کې وویل چې هېواد باید په خپل ځان بسیا شي او د دې کار لپاره د فساد مخنیوی او د عوایدو دقیقه راټولونه مهمه ده.

اکلیل حکیمي پرته له دې چې ووایي کوم ولایت ته یې څومره عواید ټاکلي خبرداری ورکړچې که هراړوند چارواکي په خپلو ادارو کې فساد وکړ او یا یې د عواید ټاکل شوی هدف پوره نه کړ د درېیو میاشتو په موده کې به یې له دندو ګوښه کړي:

((د چا چې د عوایدو فیصدي لوړه وه زموږ ژمنه دا ده چې هغه مکافات کیږي چاچې خپله ژمنه ماته کړه او هغه هدف چې ورته ټاکل شوی پوره نه کړهغه نو زموږ کارمند نه دی درې میاشتې درته وخت درکوم او له همدې ځایه اعلان کوم چې که په درېیو میاشتو کې مو هدف پوره نه کړ نو په شرافت سره زما په میز استعفا کیږدي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي حکیمي په وینا افغان حکومت د هغه اټکله شاوخوا اوه میلیارده افغانۍ شاته پاتې چې ولایتي ادارو یې له دوی سره ژمنه کړي وه.

هغه وویل چې د فساد د مخنیوي لپاره باید د ماليې وزارت، ګمرکونو او مستوفیتونو هر کارمند خپله دارايي ثبت کړې او د جلب او جذب پروسه شفافه شي.

د ګمرکونو او مستوفیتونو چارواکي له دې سره چې د کارپه وړاندې ځيني ستونزې یادوي وايي، هڅه به کوي چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

دوی وايي، په ولایتونو کې یې د زورواکو فعالیتونه، ناامنۍ، قانون ته نه وفاداري او له مالیاتو تیښته هغه څه دي چې د ډیرو عوایدو پوره کول ورته ممکن ستونزمن کړي.

په داسې حال کې چې د مالي وزارت د کال په پای کې د تېر کال عواید جمع کوي ځيني سرچیني وايي چې د سږکال لپاره یې ولایتونو ته شاوخوا ۱۲۰ میلیارده افغانی ټاکلي چې باید پوره یې کړي.

د اقتصاد استاد تاج محمد اکبرازادي راډيوته وویل، ولایتي چارواکو ته د هدف تعینول سم کارنه دی او دغه کار ناوړه عواقب لرلای شي:

((اصلاً د هدف ټاکل صحیح کار نه دی دا په دې معنا ده چې دا کار په اجاره ورکړل شوی او که هدف مو پوره کړ نور دې نو خیرشخصي جیبونو ته ځي په دې کار سره فساد زیاتیږي نه دا چې مخنیوی به یې وشي په داسې حال کې چې په تیرو کلونو کې ډير عواید شخصي جیبونو ته تله نو د بل کال بودیجه د تیرهغه په پرتله ټاکل کیږي که دا کار سم مدیریت نه شي ناوړه نتیجې به ولري.))

یو شمېر نورکتوونکي او عام خلک بیا دا ډول هڅې ګټورې بولي او وایي، څو چې د ګمرکونو او مستوفیتونو مسولین له اداري فساد سره مبارزې ته مجبورنه شي، په خپله خوښه کار نه کوي.

افغان حکومت دا هڅې داسې وخت کوي چې دغه هېواد په تیرو دیارلس کلونو کې ترډيره له بهرنیو هېوادونو مرستې اخستي او خپله بودیجه یې تنظیموله.

په داسې حال کې چې په دغه موده کې د مرستو څخه په ناسمې استفادې انتقادونه کیږي افغان کارپوهان وايي چې حکومت غواړي په نوي جدیت سره د تیر وخت پراخ فساد جبران کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG