د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

الکترونيکي تذکرې د ستونزوله کبله د زمري په ۲۸مه نه ویشل کیږي


افغان چارواکي وايي چې د تخنيکي ستونزو له کبله به الکترونيکي تذکرې د زمري په اته ويشتمه نېټه نه توزيع کيږي.

تردې مخکې پرون له ارګه په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي وو چې ولسمشر د برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر دوره د دغه بهیرد تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت وبلله او ټینګار یې وکړچې د برېښنایي تذکرو امتحاني پړاو دې پیل شي.

د ارګ د معلوماتي ټکنالوژۍ ريس دا اعلاميه ذهن مغشوشونکې وبلله او وې ويل چې په اوس وخت کې چې ګڼ شمېرتخنیکي ستونزې لا پرځای پاتې دي، د تذکرو توزيع به د ګټې پرځای نقصان ورسوي.

په ارګ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ريس اسرار احمد کريمزي چې د ولسمشرمحمد اشرف غني له خوا د تذکرو د تخنیکي برخې د بررسۍ لپاره ګومارل شوی، نن ازادي راډيوته وويل چې د الکترونيکي تذکرو وېش ځکه د خپلواکۍ په ورځ نشي پيلېدای چې تخنيکي ستونزې لا نه دي حل شوي:

((ريس صاحب جمهور لارښوونه وکړه چې د استقلال ورځ دې يوازې د استقلال د ورځې په مناسبت ولمانځل شي د تذکرو پيل دې په دې ورځ باندې نه کيږي.

په يوه بل مناسب وخت کې چې کله مشکلات حل شوي وي او موږ اماده اوسو، بيا به د تذکرو وېش پيليږي.))

په همدې حال کې د ولسمشرمحمد اشرف غني له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې د برېښنايي تذکرو د وېش د دقيق وخت په اړه له څه ويلو پرته راغلي چې پرون په دې اړه په يوه غونډه کې ولسمشرد برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر دوره د دغه بهیر د تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت وبلله او ټینګار یې وکړچې د برېښنایي تذکرو امتحاني پړاو دې پیل شي .

په همدې اعلاميه کې مخکې ويل شوي چې په دې غونډه کې د برېښنایي تذکرو د ازمايشي وېش نېټه د زمري ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د ټاکلو په باب هم خبرې وشوې خو څرګنده شوه چې د دغې ورځې ډېر تمرکز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ستایلو او قدردانۍ دی.

اسراراحمد کريمزی وايي، نه پوهيږي ولې داسې ذهن مغشوشونکې اعلامېه خپره شوې ځکه چې د هغه په خبره په دې غونډه کې ولسمشرنه دي ويلي چې د خپلواکۍ په ورځ دې يادې تذکرې په ازمايشي ډول وويشل شي.

د راپورونوله مخې د ملي وحدت حکومت اجراييه رياست غواړي دا تذکرې د افغانستان د استقلال په ورځ، چې د زمري له اته ويشتمې نيټې سره برابره ده، ورکول پيل شي خو په دې برخه کې د تخنیکي پوه لرونکي وايي تذکرې بايد هغه وخت ووېشل شي چې ټولې تخنیکي ستونزې حل شي. د ځيني تخنيکي ستونزو په اړه ښاغلی کريمزی داسي وايي:

((دا کوم زېرمنتون يا ډېټا چې ساتل کيږي، هغه هيڅ ډول انکريپشن نه لري.

دا د اندېښنې وړخبره ده چې موږ د يوه هېواد په کچه ارزښت لرونکي ډېټا او معلومات په داسې ډېټابيسونو کې خوندي کوو چې هغه انکريپشن نه لري.

بله ورځ څوک کولای شي په کې په اسانه بدلون راولي يا يې له منځه يوسي.))

د ښاغلي کريمزي په وينا دوهمه ستونزه دا ده چې ټاکل شوې ده چې په ټولو ولسواليو کې د هېوادوالو د ثبتولو لپاره به حکومت مرکزونه جوړوي او د انټرنيټ له لارې به هغه معلومات ډېټا مرکز ته لېږل کیږي. د ده په وينا، په ټولو ولسواليو کې حد اقل ټو جي انټرنېټ هم نشته.

يوه بله حساسه مساله په بريښنايي تذکروکې د ملت په توګه د افغان کليمې د ذکر ده. ځينو مدني فعالانو ويلي ‌چې که ارګ پرته له افغان کليمې د الکترونيکي تذکرو د ويش اجازه ورکړي دوی به لاريونونه وکړي.

د دې په ځواب کې اسراراحمد کريمزی وايي چې تر سياسي ستونزو مخکې باید تخنیکي ستونزې حل شي ځکه چې لاهم دا ستونزې پرځای پاتې دي او له همدې کبله په اوس وخت کې د تذکرو وېش ښايي د ګټې پر ځای نقصان وکړي.

اسرارکريمزي زياته کړه چې له ولسواليو څخه مرکز ته د معلوماتو لېږلو لپاره د انټرنټ ملي شبکه چې د افغان ټيليکام د فايبرله لارې سيمو ته رسول شوې، اصلي سرچينه يې له پاکستانه ده. د هغه په خبره د يوې ملي پروژې له يوې داسې زېربنا سره نښلول به ډېرد اندېښنې وړ وي نو ځکه بايد د نوو تذکرو په ويش کې دې پام وشي او په دې کار دې بيړه نه کيږي.

XS
SM
MD
LG