د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

کرزی: نړېواله ټولنه دې د پاکستان پروړاندې خپل ساسیت مشخص کړي


پخوانی ولسمشر حامد کرزی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد پاکستان پر وړاندې خپل سیاست مشخص کړي.

پاکستان په سیمه کې د تروریزم ستر ملاتړ کوونکی هېواد دی او نړېواله ټولنه باید له دې هېواد سره خپلې مرستې ودروي.

دا خبرې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځوانانو د نړېوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وکړې.

ښاغلي کرزي وویل، که چېرې امریکا او نړېواله ټولنه د تروریزم په خلاف جنګیږي؛ باید په پاکستان کې د ترورستانو مرکزونه له منځه یوړل شي:

((په کراتو د امریکې سیاستمدارانو، جنرالانو او د انګریزانو او نورو په مطبوعاتو کې غږ کړی چې د پاکستان استخبارات د تروریزم ساتونکی دی؛ پالونکی دی او تمویلونکی دی، که دوی په همدې خبرې باور لري؛ بیا نو د تروریزم ساتونکو او پالونکو ته باید پیسې ورنه کړي.

داسې نشي کیدلی چې یو لاس یې زموږ په لاس کې دی او بل لاس یې د دوی په لاس کې دی؛ لار دې واحده کړي، لار دې واضح کړي او بیا به د افغانستان ملت ورسره ودریږي.))

ښاغلي کرزي وویل، هغه هېوادونه چې هدف یې له تروریزم سره مبارزه ده؛ که چېرې له تروریزم سره په مبارزې کې پاتي راغلي؛ له نور هېوادونو لکه هند، روسیې او چین څخه دې مرسته وغواړي.

تر دې وړاندې هم ښاغلي کرزي ویلي چې په افغانستان کې سوله لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده.

ښاغلي کرزي وویل، د خپلې واکمنۍ په دیارلس کلنه دوره کې یې ډېره هڅه وکړه چې د پاکستان همکاري راجلب کړي؛ خو زیاته یې کړه چې دغو هڅو یې نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي همدارنګه ویلي چې له تروریزم سره جګړه باید له افغانستان نه بهر ترسره شي؛ ځکه چې د تروریزم ځالې له دې هېواد نه بهر دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ وویل چې لاهم د وسله والو مخالفینو ځالې په پاکستان کې دي او همدغه وسله والې ډلې د پاکستان له خاورې د افغان حکومت په وړاندې د جګړې اعلان کوي.

له دې سره هم مهاله د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په دې ناسته کې وویل چې پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان کمزوری کړي:

((د تېرو ۳۵ کلونو په اوږدو کې هر ځل چې د افغانستان شریف ملت پرېکړه کړې چې یو قوي حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کړي؛ داسې حکومت چې له اقتصادي نظره په ځان متکي ووسي؛ یوه اوردو د خپل امنیت تامین لپاره رامنځ ته کړي؛ تل دا پروسه او دا هیلې متاسفانه زموږ د ګاونډي هېواد له خوا تخریب شوي دي او هېڅ کله د افغانستان ملت ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې موږ خپل برخلیک وټاکو.))

ځيني افغان کارپوهان وايي، پاکستان به تر هغو له تروریزم سره په مبارزه کې جدي هڅې ونه کړي چې له دغه هېواد سره د لوېدیځ مالي ملاتړ موجود وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG