د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

ترکي پوځ د کردي وسله والو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی


د ترکیې پوځ په وروستیو ۲ ورځو کې د کردانو د کار ګرانو ګوند PKK د وسله والو پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړی دی.

د ترکیې پوځ وايي، د دې هیواد په جنوبي سیمو کې یې د پي. کې. کې د وسله والو د لږترلږه ۱۷ مرکزونو د له منځه وړلو لپاره هوايي عملیات کړي دي.

دا حملې د ترکیې په جنوبي ولایت هکاري کې شوي دي.

دا ګوند له تیرو ۳ لسیزو راهیسې د کردانو د خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي او په ترکیه کې یې پر فعالیت بندیز دی.

د ترکیې د پوځ خبرپاڼه وايي؛ هوايي عملیات په هغو سیمو کې شوي چې له عراق سره پر پوله پرتې دي.

د ترکیې حکومت یوه میاشت مخکې؛ د تروریزم پر ضد د جنګ اعلان وکړ او له هغه راهیسې یې د "پي. کې. کې" د وسله والو او په سیمه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد زیاتې حملې کړې دي.

ترکي چارواکو د سلګونو مشکوکو کردي ملیشو د نیولو خبر ورکړی دی.

د اسټانبول یو اوسیدونکی د داعش پر ضد د ترکیې د عملیاتو په اړه وايي:

((ترکیه باید د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو په عملیاتو کې ګډون وکړي؛ ځکه دې هېواد ته یې ضرر ډير زیات دی. ټولې پېښې زموږ پولو ته نږدې روانې دي؛ دلته بمي چاودنې کیږي او زموږ خلک وژل کیږي.))

د اسټانبول یو بل اوسیدونکی وايي:

((زه فکر کوم چې د ترکیې حکومت خپله یوه هوايي اډه، امریکا ته د دې لپاره پرانیستې ده چې د کردي جنیګالو او پې. کې. کې پر ضد د جګړې لپاره د امریکا اجازه ترلاسه کړي.))

په عین حال کې، د "پي. کې. کې" یوه مشر جمیل بیګ د ترکیې پر حکومت تور لګولی چې پر کردي جنګیالو د حملو له امله د داعش مرسته کوي.

ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او دا ادعاوې یې رد کړې دي.

ترکیې ویلي چې په نږدې ورځو کې د داعش پر ضد خپلو عملیاتو ته د شدت ورکولو پلان لري.

په همدې حال کې، کردي ملیشو د ترکیې پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ په ترکیه کې لږترلږه ۹ تنه په یوه حمله کې ووژل شول.

په اسټانبول کې یوه موټر چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو؛ د پولیسو په یوه مرکز کې انفجار وکړ.

د اسټانبول د والي د دفتر په وینا؛ یو حمله کوونکی په چاودنه کې او ۲ نور له پولیسو سره په وسله واله نښته کې ووژل شول.

په دې حمله کې ۲ پولیس هم ووژل شول.

د دې حملې مسئولیت "پي. کې. کې" واخیست او پر انټرنټ یې په یوه خبرپاڼه کې وویل؛ تر دې وروسته به د دښمن د بربادي لپاره حملې کوي.

په ترکیه کې د دوشنبې په ورځ د امریکا په قنسولګرۍ په وسله واله حمله کې ۲ ښځې زخمیانې شوې.

په همدې ورځ د ترکیې پوځ وویل چې د پولیسو یو موټر په ماین والوت چې ۴ پولیس په کې زخمیان شول.

د ترکیې دولتي خبري اژانس "اندلو" پرون د سیمه ییزو چارواکو په حواله وویل؛ له ایران سره پر پوله په پرتو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې لږترلږه ۷ تروریستان ووژل شول.

د ترکیې ولسمشر پرون وویل چې د کردستان د کارګرانو ګوند PKK پر ضد عملیات به تر هغو جاري وي چې د ده په وینا؛ یو تروریست هم ژوندی پاتې نه شي.

رجب طیب اردغان پرون (سه شنبه) له انقرې په ټلویزیوني وینا کې ټينګار وکړ چې تر هغو چې دا تروریستي ډله د یوه ګواښ په توګه له منځه ولاړه شي؛ خپلو پوځي عملیاتو دوام ورکوي.

اردغان څرګنده کړه چې په تیرو ۲ ورځو کې د "پي. کې. کې" وسله والو ته زیات تلفات اوښتي او له دې ډلې سره د سولې پروسه په ټپه درول شوې ده.

رجب طیب اردغان له انقرې په وینا کې وویل: ((متاسفانه، دوی نه دي پوهېدلي چې حکومت په تېرو کلونو کې څه ورسره کړي دي.))

د ترکیې ولسمشر په دې هېواد کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد هم د اغیزمنو پوځي عملیاتو د دوام خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG